فراه ( پژواک ٣١ غويى ٩٢):د فراه ولايت په پشت رود ولسوالۍ کې پر سړک د ځاى پر ځاى شوي ماين چاودنې درې ملکي وګړي ووژل او دوه نور يې ټپيان کړل.
د فراه د والي وياند عبدالرحمن ژوندي پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه کسان چې ټول لويان نارينه دي، په کرولا موټر کې د فراه له مرکز څخه د دې ولايت خاکسفېد ولسوالۍ تر پر لاره و ، چې د پشت رود په “نهال دشت ” سيمه کې يې موټر ماين والوځاوه.
د پشت رود ولسوال غوث الدين وويل ، چې دغه چاودنه نن له غرمې وروسته په شاوخوا دوو بجو رامنځته شوه ، مړي او ټپيان يې ، چې د خاکسفېد ولسوالۍ اوسېدونکي وو ، همدې ولسوالۍ ته لېږدول شوي دي .
د روان کال د وري په ١٩مه هم د پشت رود ولسوالۍ د چارمارس سيمې په څلورلارې کې د چاودنې له امله د ملي اردو يو سرتېرى او څلور ملکي وګړي ټپيان شول.
په همدې ورځ د دې ولسوالۍ په جوکجک سيمه کې هم د ماين په چاودنه کې يو سيمه ييز پوليس ټپي شوى و .










