ژبه

د کندهار د جوماتونو د پولې پورې غاړې ګڼ ملا امامان وتلي

کندهار (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ٩٢): د کندهار د حج او اوقافو رييس وايي، چې په دغه ولايت کې يې د جوماتونو او ملا امامانو د ثبت لړۍ پيل کړې او له همدې امله ګڼ هغه ملا امامان بېرته تللي، چې د پولې له هغې غاړې دلته د امامتونو لپاره راغلي وو.

مولوي نورالعزيز، چې څو کلونه وړاندې د وسله والو طالبانو په ليکو کې و او د هغوى له لوري د کندوز ولايت لپاره والي ټاکل شوى و، له حکومت سره تر يو ځاى کېدو وروسته اوسمهال د کندهار د حج او اوقافو د رييس په توګه دنده ترسره کوي.

نوموړي د غبرګولي په لومړۍ نېټه د کندهار د ولايت مقام له رسينو سره د اړيکو او معلوماتو په مرکز کې جوړې شوې خبري غونډې ته وويل، چې په دغه ولايت کې يې د جوماتونو د ثبت لړۍ پيل کړې او تر دې مهاله يې ١٤٢٣ جوماتونه ثبت کړي دي.

هغه زياته کړه، په کندهار کې ټول څه باندې ٣ زره جوماتونه شته، چې هره اونۍ تر سل پورې جوماتونه د دوى له رياست سره ثبتېږي.

د نوموړي په وينا، د جوماتونو د ثبت تر څنګ د هغو ټولو ملا امامانو ثبت او راجسټر هم کوي، چې په جوماتونو کې امامت کوي.

دى وايي، ګڼ شمېر هغه ملايان چې يا يې کورونه د پولې هغې غاړې ته  وو او دلته يې امامت کاوه ، بېرته تللي او دلته يې امامتونه پرېيښي دي.

څه موده وړاندې د ډنډ پخواني ولسوال احمدالله نازک، چې اوسمهال د زابل د ملي امنيت رييس دى ويلي وو، چې په کندهار کې ګڼ شمېر پاکستاني او ايراني ملايان په جوماتونو کې د امامت دندې ترسره کوي.

پر همدې بنسټ د حج او اوقافو رييس د جوماتونو د ثبت لړۍ پيل کړې ده.

د حج او اوقافو رييس مولوي نورالعزيز د کندهار د وروستيو چاودنو په اړه هم توضيحات ورکړل او ويې ويل، چې اوس مهال تر ډېره د ماين چاودنې او نورې ترهګريزې پېښې طالبان نه کوي، طالبان يواځې يو نوم دى او د دغه ډول کارونو لپاره له دغه نوم څخه ګټه پورته کېږي.

هغه د بېلګې په توګه د عينو مېنې د تېر اونۍ چاودنې يادې کړې او ويې ويل، چې دغه چاودنې طالبانو نه دې کړې، بلکې دا د عينو مېنې له مسوول سره د شخصي سيالۍ په پايله کې شوې دي، خو هغه په دې اړه نور وضاحت ور نه کړ.

د يادونې ده، طالبانو هم د عينو مېنې په چاودنو کې د لاس لرلو خبره رد کړې وه.

نوموړي دا هم وويل، چې بهرني طالبان د پاکستان په لمسون د هغوى د ګټو لپاره کار کوي، خو افغان طالبان بيا له دې سره مخالف دي.

مولوي نورالعزيز زياته کړه: (( زه ډېر دقيق معلومات لرم، چې ګڼ شمېر افغاني طالبان د وسله والو جنګياليو له ليکو را بېل شوي او اوس په خپلو کورونو کې ناست دي او له جګړې لاس پر سر شوي دي.))

د عينو مېنې په غبرګو چاودنو کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

ورته موضوع