خوست ښار ( پژواک، ٢ غبرګولى ٩٢ ) : د ميرويس نيکه د زوکړې ۳۴۰ مې کاليزې په وياړ د شيخ زايد پوهنتون د استادانو له لوري (د افغانستان لس کلنه راتلونکې او زموږ دندې) تر سرليک لاندې علمي سيمينار ترسره شو.
په دغه سيمينار کې د خوست د شيخ زايد پوهنتون پر مشرتابه سربېره استادانو ، د خوست والي او د هېواد له بېلابېلو ولايتونو راغلو فرهنګي شخصيتونو برخه اخيستې وه.
د شيخ زايد پوهنتون رييس پوهندوی محمدرسول باوري د سيمينار په پيل کې وويل ، شيخ زايد پوهنتون پرېکړه کړې ، چې هر کال به په دې پوهنتون کې دوه علمي سيمينارونه ، چې په بېلابېلو موضوعاتو وي، جوړ کړي.
باوري زياته کړه ، کله چې يو استاد غواړي پرمخ ولاړ شي، نو لازمه ده چې په مختلفو برخو کې څېړنې وکړي او علمي اثار وليکي.
د هغه په خبره ، د سيمينار عنوان يې (د افغانستان لس کلنه راتلونکې او زموږ دندې څه دي) چې په دې برخه کې استادانو له ډير وخته کار کړی او اصلي عوامل يې راپيدا کړي دي.
ده زياته کړه : (( موږ پدې سيمينار کې ټول اړخونه په پام کې نيولي ،ستونزې او ننګونې مو په ګوته کړي او د هغو د هواري لپاره مو منظم پلان جوړ کړی دى.))
د خوست والی عبدالجبار نعيمي سيمينارر ته په وينا کې خوښي څرګنده کړه، چې په پوهنتون کې داسې سيمينار جوړ شوى، چې د هېواد د راتلونکي په اړه پکې فکر کيږي.
ده زياته کړه،يواځې افغانان کولی شي، نړيوالو ته پلان په لاس کې ورکړي، چې څنګه افغانستان له شته ناخوالو او ستونزو څخه راوباسي.
د نوموړي په خبره ، ياد سيمينار په داسې حساسو شېبو کې جوړيږي، چې نړيواله ټولنه ټول خپل مسووليتونه افغانانو ته سپاري او دوی به يواځې د مشاورينو په توګه کار کوي.
هغه زياته کړه : (( زموږ به هڅه دا وي ، چې ځانونه چمتو کړو، چې د راتلونکي افغانستان ننګونو او پرمختګونو ته مثبت ځواب ووايو.))
وروسته په سيمينار کې د لوړو زده کړو وزير عبيدالله عبيد او د هېواد د بېلابېلو پوهنتونو نو پيغامونه ولوستل شول.
له کابل څخه راغلي ليکوال او شنونکي محمد حسن حقيار د خوست پوهنتون له مسوولينو څخه مننه وکړه، چې پر دې مهم موضوع يې سيمينار جوړ کړى دى.
هغه پژواک اژانس ته وويل ، چې دا د ټولو هېواد پالو افغانانو دنده، چې د خپل راتلونکي په اړه فکر او سر له اوسه پلانونه جوړ کړي.










