باميان (پژواک ٧ غبرګولى ٩٢): د بند امير ملي پارک امريت دغه بند ته د ورتلونکو سيلانيانو هرکلي ته د هر ډول چمتووالي خبر ورکوي، خو وايي چې سږ کال به د شته امنيتي ستونزو او هوايي ترانسپورټ د نه شتون له امله ډېر کم سيلانيان د دې طبيعي منظرې ليدو ته زړه ښه کړي.
بند امير د باميانو له لرغونو سيمو يوه ده، چې اوه زړه وړونکي او طبيعي بندونه لري او د ١٣٨٨ لمريز کال په غبرګولي مياشت کې د هېواد د لومړي ملي پارک په نوم ونومول شو او د نړيوال طبيعي ميراثونو په لېست کې هم راغلى دى.
دغه بند د باميانو ولسوالۍ په يکاولنګ ولسوالۍ کې د دغه ولايت د مرکز په ٧٢کيلومترۍ کې شمال لوېديځ لوري ته پروت دى، چې د سلو مترو په ژور والي سره لارجوردي رنګه طبيعي بندونه لري، دغه بندونه د وچو غرونو په زړه کې موقعيت لري، چې طبيعي جوړښت يې د هر ليدونکي لپاره زړه راښکون لري.
په دغه بند کې رنګا رنګ شته کبانو د دغه بند د رڼو لاجوردي اوبو ښکلا لا زياته کړې ده.
په دغه بند کې د مسافرو لپاره هوټلونه او د اوسېدو خيمې موجودې دي، چې د هوا په ګرمېدو سره د هېواد له بېلابېلو سيمو څخه د کورنيو او بهرنيو سيلانيانو ورتګ پيلېږي او خلک ډلې د دغه بند ليدو ته ورځي، چې ځيني يې تر نيمو شپو همالته وي.
د دغه پارک پراخوالى ٤١ زره جريبه دى، چې څلور زره هکتاره يې ساتل کېږي او دغه ساحې د اوبو د بندونو په شاوخوا کې واقع دي.
دغه طبيعي سيمه ارام او خوندي چارپېريال لري، يو له هغو سيمو ده، چې هر کال يې په زرګونو کورني او بهرني سيلانيان ليدنه کوي.
باميانو ته د سيلانيانو د ورتګ موسم هر کال د غبرګولي په لومړۍ پيل او تر پنځو مياشتو پورې دوام لري.
د ملي پارک امر محمد وايي، چې اوسمهال هره ورځ په منځني ډول له ٤٠ څخه تر ٥٠ پورې د کورنيو سيلانيانو لېږدوونکي موټر له دغه پارک نه ليدنه کوي، چې د تېر کال په پرتله تر يوې اندازې کموالى ښيي.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېر کال په همدغه موسم کې په عادي ورځو کې ٦٠ موټر او د جمعې او پنجشنبې په ورځو تر ٦٠٠ پورې موټر دغه بند ته راتلل.
د ملي پارک امر زياته کړه، چې ١٤ هوټلونه او په هر هوټل کې له پنځو نه تر ١٠ پورې خيمې درول شوي، چې د سيلانيانو ورتګ ته چمتووالى لري، خو که چېرته يې شمېر زيات شي، نو بيا يې هم له عهدې وتلى شي.
هغه وويل، چې د ملي پارک ٢٠ ساتونکي لا له وړاندې روزل شوي، د سيلانيانو د لارښودنې او د پارک د بېلابېلو ساحو د ورمعرفي کولو لپاره چمتووالى لري.
محمد هيله څرګنده کړه، چې سږ کال به زيات سيلانيان له دغه پارک نه ليدنه وکړي، چې له امله به يې د ځايي خلکو په عايد کې هم لوړوالى راشي.
د ملي پارک امر وويل: “بند امير ته د سيلانيانو راتګ د دې لامل کېږي، چې د سيمه ييزو خلکو حيواني محصولات وپلورل شي او خلکو ته يو مصروفيت رامنځته شي.”
خو هغه اندېښنه وښوده، چې د مناسب هوايي ترانسپورت او معياري هوايي ډګر نه شتون او د ګاونډيو ولايتونو نا امنۍ د دې لامل شوې، چې د تېرو کلونو په پرتله سږ کال دغه ښکلې او طبيعي سيمې ته د راتلونکو سيلانيانو شمېره کمه شي.
د باميانو د کرنې او مالدارۍ رييس انجينر محمدطاهرعطايي هم وويل: “سره له دې چې د سيلانيانو د راتګ لپاره پوره چمتووالى لرو، خو د هوايي ترانسپورت د نه شتون او د کابل-باميانو د لويې لارې د نا امنۍ له امله به سږ کال د سيلانيانو له کمښت سره مخ شو.”
دا په داسې حال کې ده، چې د باميانو هوايي ډګر خام او غير معياري دى او دا مهال ترې ملګرو ملتونو د کوچنيو او نظامي الوتنو لپاره ګټه اخيستل کېږي.
د باميانو د کرنې رييس زياته کړه، چې د افغانستان نا امني پر سيلانيانو منفي اغېر لري، هر څومره چې زياتېږي، نو باميانو ته د راتلونکو توريستانو شمېر هم کمېږي.
د باميانو د اطلاعاتو او فرهنګ رياست شمېرو ته په پام سره. په تېر ٢٠١٠ زېږديز کال کې باميانو ته ٩٠٠ بهرني او ٢٨٠٠ کورني، په ٢٠١١ زېږديز کال کې ٢٠٠ بهرني ٢٤٠٠ کورني سيلانيان د بند امير ليدو ته ورغلي دي.
خو د يکاولنګ ښاروال محمدنبي مبارز وويل، ملي پارک د ټولو ملي او نړيوالو سيلانيانو ورتګ ته په بشپړ ډول چمتو دى، دلته هوټلونه، خېمې او د خوراکي توکو د پلور غرفې جوړې شوې او د دې ترڅنګ د امنيتي ځواکونو له خوا د پارک امنيت په بشپړ ډول تامين شوى دى.
هغه زياته کړه، په تېرو کلونو کې د بهرنيو سيلانيانو په ګډون د بلخ، سمنگان، بغلان، کابل، غزني، ميدان وردګو، پروان، دايکنډي، غور، هرات او حتى د ځينو سوېلي ولايتونو خلکو هم له دغه پارک نه ليدنه کوله.
مبازر وويل، دا به ستونزمنه وي، چې توريستانو کره شمېره ولري، ځکه چې دوى يواځې د هغو موټرو لېست نيسي، چې بند امير ته داخلېږي، د هغه لېست له مخې، چې د سپرلۍ موټرو څخه اخيستل کېږي هره ورځ له ٦٠ نه تر ١٠٠ پورې موټر او له ١٥٠ ډېر موټرسايکل سپاره دغه بند ته ورځي.
د يکاولنګ ښاروال وويل، په تقريبي ډول ويلاى شي، چې د پسرلي او اوړي په شپږو مياشتو کې له ٣٠ زرو نه زيات کورني او بهرني سيلانيان له دې لرغونې سيمې ليدنه کوي، چې ډېرى يې د باميانو، ګاونډيو ولايتونو او کابل څخه وي.
هغه زياته کړه، د بند امير کمېټه، چې د ولايت له ادارې، کرنې رياست، چارپېريال ساتنې او يکاولنګ ښاروالۍ څخه جوړه ده، تر ډېره په دې هڅه کې ده چې هېوادوالو ته تفريحې ساحه رامنځته کړي، چې له همدې امله محدود عوايد، چې په کال کې ٤٠٠ زره افغانۍ کېږي او د موټرونو د ټکټ پلورلو له امله تر لاسه کېږي، يواځې د دغه ساحې په پاکولو او نظافت لګېږي.
بند امير ته د توريستانو راتګ نه يواځې ملي عوايد بلکې سيمه ييز عوايد هم اوچت کړي دي او د بند په شاوخوا کې په لسګونو مېشتې کورنۍ د خپلو کرنيزو محصولاتو له پلور نه ګټه ترلاسه کوي.
د بند امير اوسېدونکي، چې شمېر يې له ٦٠٠ څخه زيات او په ١٤ کليو کې استوګنه لري، د خامک دوزۍ او نورو لاسي صنايعو او کرنيزو توکو لکه چکه، مستې، کورت، تروې، پنيز او همدارنګه په ټاپو کې د کښتۍ چلولو له امله ګټه ترلاسه کوي.
د سيمې يوه اوسېدونکي سيد احسان وويل: ((هر وخت چې د بند امير د سيل وختونه پيلېږي، خپل مېلمستون توريستانو ته په کرايه ورکوم او د دې ترڅنګ سيمه ييز خواړه لکه کورت، حلوا، قيماق او ماستې هم چمتو کوم.))
هغه زياته کړه، کله چې توريستان د بند امير سيل ته راځي، هره ورځ د کور د کرايې، خوړو او لبنياتو له پلور څخه له ٥٠٠ افغانيو څخه تر ١٢٠٠افغانيو پورې عايد لري.
ځيني کسان د زيارت لپاره هم دغه ځاى ته راځي، د دوى په اند د بند امير پر اوبو لامبل ناروغانو ته روغتيا ورکوي.
خو ډېر خلک بيا د چکر او له يوې زړه راښکونکې طبيعي فضا نه د خوند اخيستلو لپاره دغه پارک ته راځي او له خپلو کورنيو سره حتى تر شپې په هوټلونو او خېمو کې له اوبو او يخې هوا سره تېروي.
باميانو ولايت ډېرې تاريخي او لرغونې سيمې لري، چې له دې ډلې د بودا د ورانو شوو مجسمو په څنګ کې يې له درى زرو کلونو د زيات عمر لرونکې سمڅې، بند امير، اژدر دره، د غلغلې او ضحاک ښارګوټي، استوپه کليګان، د ګوهرګين کلاګانې او همدارنګه د چهل دختر او چهل برجه کافر کلاوې يادولاى شو.
خلک او ځايي چارواکي وايي، چې ځيني دغه سيمې بيا رغونې ته اړتيا لري، که چېرې يې بيارغونه او د ګرځندوى اسانتياوې رامنځته شي، زيات ګرځندوى به راجذب، د خلکو او دولت عايد به هم ورسره ښه شي.
د ويلو ده، چې د باميانو بابا غر هم د بند امير په څېر د ملګرو ملتونو د ساتنې په ساحه کې شامل دى، چې له همدې امله يې اوږده پلې لار او په اوږدو کې يې هوټلونه او شنه پارکونه جوړ شوي دي.
د بابا غرونو لړۍ، چې تر ټولو لوړه څوکه يې د شاه فولادي په نوم يادېږي، د بحر له سطحې نه ٥١٤٧ متره لوړه ده، د باميانو د مرکز په سوېل کې موقعيت لري.
د دغه غره په لوړو کې د طبيعي اوبو څلور حوضونه، چې له ١٠ څخه تر ٢٠ مترو پورې ژوروالى او له ١٢ نه تر ١٥ جريبو پورې پراخوالى سره موجود دي، د هر لېدونکي پاملرنه ځان ته ور اړوي.










