منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۱۳ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د سنځل ګل دوديزه مشاعره ترسره شوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۸۹ کتنې

پل علم( پژواک ١٢ غبرګولى ٩٢) : په لوګر ولايت کې نن د سنځل ګل دويزه مشاعره د بېلابېلو ولايتونو شاعرانو او د شعر مينه والو په ګډون ترسره شوه .

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رييس شفيق پوپل د غبرګولي په ١٢ مه پژواک اژانس ته وويل، چې  مشاعره د امن په فضا کې د  لسګونه شاعرانو له خوا تر سره شوه.

د ده په وينا، دغې مشاعرې ته د لوګر د مېشتو شاعرانو او ليکوالو سربېره له کابل ،ننګرهار، خوست ،پکتيا او پکتيکا ولاياتونو څخه لسګونه شاعران راغلى وو.

شفيق زياتوي،چې سنځل ګل مشاعره هر کال په دې موسم کې ترسره کيږي او دا يې اومه مشاعره وه، چې تر سره شوه.

د ده په خبره،د غزل شپه هم ونمانځل شوه او تېره شپه لسګونه شاعرانو د غزل شپې په مشاعره کې هم ګډون وکړ .

د لوګر ولايت يوتن شاعر عبدالله صادق وايي،چې په مشاعره کې د بېلابېل فورم شعرونه واورول شول.

دى وايي، شاعرانو په خپلو شعرونو کې د سولې ، د ګوشتې پېښې، د افغان ځواکونو ستاينې او د پاکستان د لاسوهنو د مخنيوي په اړه خپل احساسات بيان کړل.

دا ډول دوديزې مشاعرې هر کال په نورو ولايتونو کې هم تر سره کيږي،چې سلګونه شاعران، د شعر او ادب مينه وال په کې ګډون کوي.

دغه مشاعره ، چې د ښاروالۍ په تالار کې جوړه شوې وه، لګښت يې ولايت مقام او يوه خصوصي شرکت پر غاړه اخيستى و.