کابل (پژواک ١٤ غبرګولى ٩٢): په کابل کې د ايران د مذهبي مشر خميني د يادغونډې پر ضد لاريون وشو، دا په داسې حال کې ده چې يو شمېر نورو د يوې غونډې په ترڅ کې د هغه د مړينې کاليزه ونمانځله.
دغه لاريون له ملي ارزښتونو د ملاتړ په نوم يوې ډلې د کابل ښار په مزاري څلورلارې کې پيل شو، چې په کې د مدني ټولنې غړو، ځوانانو او محصلينو برخه اخيستې وه.
لايون کوونکو د (دا کابل دى نه ايران، له ملي ارزښتنو ملاتړ زموږ دنده ده، له ځان نه تېښته او د نورو نمانځنه بس ده.)) شعارونه ورکول او ګواښ يې وکړ، چې ايران د افغانانو د مذهبي او ديني احساساتو په را پارولو غواړي، په افغانستان کې خپلو ويجاړوونکو او استخباراتي کړنو ته زمينه برابره کړي.
د ټولنيزو علومو پوهنځي محصل محمد اقا پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د خميني د مرګ په اړه ياد غونډه په افغانستان کې د مېشتو قومونو ترمنځ د بې اتفاقۍ لامل ګرځي.
هغه زياته کړه: “په هېواد کې د ځينو پرديو هېوادونو يو شمېر مزدوران شته، چې د خپلو شخصي او ډلو د ګټو لپاره دا ډول پروګرامونه جوړوي.”
يوه بل اعتراض کوونکي خدا داد وويل، په حکومت کې ځيني فعال چارواکي او يو شمېر رسنۍ په يوه ډول نه يو ډول له پرديو هېوادونو سره اړيکې لري او د هغوى ګټو ته کار کوي.
د لاريون کوونکو په پرېکړه ليک کې راغلي: ((زموږ موخه د ملي او نړيوالو شخصيتونو سپکاوى نه دى، زموږ موخه له هغو ډلو او اشخاصو سره مبارزه ده، چې غواړي زموږ په هېواد کې د ځينو بهرنيو هېوادونو ځانګړې اجنډاوې په بېلابېلو نومونو پلې کړي.))
خو په ورته وخت کې يو شمېر نورو مزارى چوک ته نږدې په الزهرا جامع جومات کې د يوې غونډې په ترڅ کې د خميني ياد غونډه وکړه او ويې ويل، چې خميني د اسلامي نړۍ يو شخصيت دى، چې په وروستيو پېړيو کې سارى نه لري.
د ولسي جرګې غړي قربانعلي عرفاني په ياده غونډه کې وويل، چې د خميني د مرګ کاليزه هر کال نه يواځې په افغانستان بلکې په ډېرو عربي هېوادونو، منځنۍ اسيا او اروپا کې د مسلمانانو له خوا نمانځل کېږي.
خو يو شمېر نور افغانان د دغه چارې پلويان او مخالفين دواړه په پرديو هېوادونو پورې تړلي بولي.
د کابل ښار يوه اوسېدونکي احمدشاه پژواک ته وويل، چې افغانستان د ګاونډيو او لوېديځو هېوادونو د دښمنۍ پر ميدان بدل شوى دى.
نوموړي زياته کړه: “يوه ډله غواړي چې په افغانستان کې د ايران سياست پلى کړي، نورې ډلې يې بيا مخالفې دي او هڅه کوي، چې پاکستان او يا هم نورو لوېديځو هېوادونو ته کار وکړي. موږ له دولت او خلکو غواړو، چې د دغو لاسوهنو مخه ونيسي، څو د ملي يووالي او سولې په فضا کې ژوند وکړو.”
په کابل کې د خميني ياد غونډه داسې مهال جوړېږي، چې څو ورځې وړاندې د کابل ښار په ځينو واټونو کې د خميني پر تصويرونو سور رنګ پاشل شوى او ځيني نور يې بيا د شپې له خوا څېري شوي دي.
ايت الله خميني په ١٣٥٧ لمريز کال کې د ايران شاهي نظام رانسکور او اسلامي اوښتون د لارښود په نوم وپېژندل شو او په ١٣٦٨ لمريز کال ومړ.










