منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۳ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۰۸ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۷° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

بې پيلوټه الوتکې د يوې کورنۍ درې ماشومان ووژل

· ۱ دقیقه لوستل · ۹۸ کتنې

اسعد اباد( پژواک ١٦ غبرګولى ٩٢) :چارواکي وايي ،چې د کونړ په ماڼوګي  ولسوالۍ کې د نړيوالو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې د يوې کورنۍ درې تنه وژلي او اوه تنه نور ټپيان دي.

د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي وايي ، چې دغه پېښه نن سهار د دنګليک په کلي کې د طربازخان پر کور د بريد له امله رامنځ ته شوې ده.

نوموړي د غبرګولي په ١٦ مه پژواک اژانس ته وويل، وژل شوي درې واړه ماشومان دي،چې دوه هلکان او يوه نجلۍ ده.

د والي په خبره،په بريد کې ټپيان شوي د درملنې لپاره روغتون ته ليږدول شوي،چې ده يې روغتيايي حالت ښه وباله.

د دې کورنۍ يوتن غړي رازق الله پژواک ته وويل،چې نن سهار په کور کې ناست و،چې د ډز غږ يې واوريد،خو وروسته پوه نشو،چې څه پېښه شول.

دى وايي،چې په ټپيانو کې هم درې ماشومان دي ، خو اوس يې روغتيايي حالت ښه دى.