کابل (پژواک ٢٥ غبرګولى ٩٢): د ميدان وردګو د پخواني والي د ((فکر او عمل)) په نوم د مقالو کتاب چاپ او د مخکتنې په وياړ جوړه شوې غونډه کې يې په لومړي ځل د کتاب چاپ د ملاتړ پروګرام د مالي صندوق چارې پيل شوې.
په دې غونډه کې چې په کابل کې جوړه شوې وه، د اروزګان، لوګر، بادغيس او هلمند د پخوانيو واليانو ترڅنګ د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستيال غلام نبي فراهي، د سولې عالي شورا مرستيال عبدالحکيم مجاهد، د هېواد قلموالو، ليکوالو، سياستوالو، شاعرانو، روڼ اندو، د مدني ټولنې استازو ژورنالستانو او ځوانانو برخه اخيستې وه.
د هلمند پخوانی والي محمدګلاب منګل د کتاب د چاپ د ملاتړ د پروګرام په اړه وويل، چې له دې سره د بشپړ افغاني فرهنګ د بډاينې په موخه به د کتاب چاپ منظم او سيستماتيک پروګرام پيلوي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستيال غلام نبي فراهي د فکر او عمل د ارزښتمن اثر او د کتاب د چاپ د ملاتړ د پروګرام د پيلېدو په اړه د فدايي او د هغه د ملګرو هڅې وستايلې او ژمنه يې وکړه، چې وزارت او دى خپله به د دغه پروګرام مالي او معنوي ملاتړ کوي.
فراهي د فدايي ټولې هغو هلو ځلو ستاينه وکړه، چې د علم او فرهنګ د بډاينې په موخه يې ترسره کړې او ترسره کوي يې.
هغه زياته کړه: ((د دغه کتاب ژبه ساده او روانه ده او تقريبًا د ۷۴ مقالو په ترڅ کې يې ۷۴ نوي موضوعات را نغاړلي دي چې د لوستونکو لپاره ستړيا نه رامنځته کوي.))
د ژوندون راډيو تلويزيون رييس پوهنوال استاد محمداسماعيل يون په خپلو خبرو کې د فدايي فرهنګي هڅې وستايلې، د فکر او عمل کتاب يې د ناروغې ټولنې د درد د دواء لپاره يوه مهمه او ګټوره نسخه ياده کړه.
استاد يون د کتاب د چاپ د ملاتړ پرګروام پيل يو مهم کار وباله او ترې يې د مادي او معنوي مرستو ملاتړ اعلان کړ.
د سولې د عالي شورا مرستيال مولوي عبدالحکيم مجاهد د فکر او عمل د کتاب چاپ د روانو ستونزو دقيقه پېژندنه او پر اساس يې د حل لارو چارو تشخيصولو په اړه يو ښه ميکانيزم وباله او زياته يې کړه، چې د دغه کتاب لوستونکي به د روانو شرايطو او حالاتو په اړه مهمو مسايلو ته متوجې او له امله به يې سياسي شعور لوړ شي.
د فکر او عمل کتاب ليکوال محمدحليم فدايي ياد کتاب د خپلو تجربو او عيني واقعيتونو ته په کتو د هېواد او د وخت دمهمو موضوعاتو په اړه د فکر جوړونې په اړه يو قدم ياد کړ.
هغه زياته کړه، چې په تېرو څو لسيزو جنګ او جګړو له نورو بدبختيو سربېره د افغانانو فکري ځواک ته زيات زيان رسولى دى.
فدايي وويل: ((که په هېواد کې هر څه ولرو خو که فکر مو سالم نه وي هر څه بيا له لاسه ورکولی شو.))
نوموړي اندېښنه وښوده، چې په افغاني ټولنه کې لا هم د کتاب چاپ او د لوست مينه وال په هغه کچه نه دي چې اړينه ده او بايد فرهنګيان او فرهنګپال د ولسونو د عامه پوهاوي او ملي ارزښتونو ته په کتو داسې پروګرامونه په لاره واچوي چې له امله د کتاب چاپ او لوست ته لومړيتوب ورکړي.
فدايي وايي: ((سياست بې فرهنګه او فرهنګ بې سياسته زموږ اوسنی سياست ټکنی کړى دى.))
په پای کې د کتاب د بوديجې د ملاتړ له پروګرام سره د يو شمېر ملي سوداګرو، پانګه والو او چارواکو له خوا د نغدي مالي مرستې اعلان وشو.









