کندهار-خوست (پژواک ٢٨ غبرګولى ٩٢): د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې د يوه سړک پخېدو کار پيل شو او په خوست کې د يوه ښوونځي ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د کندهار ولايت له مطبوعاتي دفتره پژواک اژانس ته د غبرګولي په ٢٨مه په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه سړک ډنډ له دامان ولسوالۍ سره نښلوي او ٢٩ ميليونه افغانۍ لګښت پرې راځي.
خبر پاڼه کاږي، چې سړک ٤،٥ پنځه کيلومتره اږدوالى او پنځه متره سور لري.
سرچينه د ډنډ د ولسوال سيد علي له قوله ليکي، چې د سړک د جوړېدو لګښت د فوايد عامې وزارت له لوري ورکول کېږي.
دغه راز ولسوال ويلي، چې د سړک جوړېدو کار به په درېيو مياشتو کې بشپړ شي.
ډنډ د کندهار له ښاره لوېديځ لور ته په اوه کيلومترۍ کې پرته ولسوالۍ ده.
دغه راز د خوست د رسنيو له دفتره پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د خوښت ښار د متون سيمې د څارنکوټ د منځني ښوونځي ودانۍ ګټې اخيستې ته وسپارل شوه.
خبرپاڼه کاږي، چې ښوونځى په يو پوړ کې په پاخه او اساسي ډول جوړ شوى اته درسي او څلور اداري خونې لري او لګښت يې څلور ميليونه افغانۍ شوى دى.
سرچينې د خوست د والي جبار نعيمي له خولې کاږي، چې د څارنکوټ په منځني ښوونځي کې پر يو وخت ١٣٨٠ هلکان او نجونې زده کړې کوي.
دغه راز خبرپاڼه د څارنکوټ د ځايي شورا د مشر ډګروال عزيز خان خبرې هم را اخيستې، چې د ښوونځي جوړېدل يې ستره اړتيا بللې ده.
عزيز خان ويلي، چې د څارنکوټ د منځني ښوونځي زده کوونکو پخوا په خېمو کې زده کړې کولې، خو اوس يې د ځاى د نشتوالې ستونزه حل شوه.