منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۱۷ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د رسنيو عالي شورا ته د ژورنالېستانو د استازو لپاره جوړ شوى طرزالعمل نيمګړى دى

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۹ کتنې

 کابل (پژواک ٨ چنګاښ ٩٢): د افغانستان د ژورنالېستانو فدراسيون، د رسنيو عالي شورا ته د ژورنالېستانو د دوو استازو د غوراوي لپاره جوړ شوى طرزالعمل نيمګړى وباله.

 د افغانستان د ژورنالېستانو فدراسيون د مشرتابه پلاوي غړي صديق الله توحيدي، په يوه خبري ناسته کې نن وويل، چې په جوړ شوي طرزالعمل کې ځينې داسې ټکي شته، چې د رسنيو د قانون، په ځانګړې توګه د دغه قانون د ۴۱ مادې د حکم له مخې بيا کتنې ته اړتيا لري.

 ده زياته کړه، د طرزالعمل په لومړۍ ماده کې ويل شوي دي: ((دا طرزالعمل د رسنيو د قانون د ۴۱مې مادې د څلورمې فقرې د حکم له مخې د رسنيو عالي شورا ته د ژورنالېستانو د دوو استازو د انتخاب لپاره جوړ شوی دى.))

 د هغه په وينا، د رسنيو عالي شورا ته د مدني ټولنې استازي هم بايد د همدې طرزالعمل له مخې غوره شي؛ دا په داسې حال کې ده ، چې د مدني ټولنو د دا وړ طرزالعمل د نه شتوالي له  امله وار له مخې د رسنيو عالي شورا ته خپل استازي ټاکلي او دغه استازي له تېر يو نيم کال راهيسې په دغې شورا کې عملا غړيتوب لري.

 توحيدي وايي، د دغه طرزالعمل په دويمه او اومه ماده کې د رسنيو عالي شورا ته د نوماندانو په اړه ځينې داسې شرطونه وضع شوي، چې د قانون له مخې د دغه طرزالعمل په چوکاټ کې نه ځاييږي.

 د نوموړي په خبره، د طرزالعمل په ۱۳مه ماده کې د کانديدانو د رايو د مساويتوب په صورت کې هم يوه نااشنا لارښوونه شوې ده. د بېلګې په توګه، په هغه صورت کې هغه کانديد ګټونکی بلل کيږي، چې له خپل سيال نه يې تحصيل او تجربه زياته وي او که کانديدان په دې کې هم مساوي وي، نو بيا به غوراوی په پچه کيږي.

  هغه زياته کړه، حال دا چې په افغانستان کې د ټاکنو د قانون له مخې، په داسې حالاتو کې ټاکنې دويم دور ته ځي او که په دويم دور کې بيا هم رايې مساوي وي، نو د ولاړو کانديدانو پرځاى نوي کانديدان دريږي.

  د ژورنالېستانو فدراسيون د مشرتابه پلاوي غړى وايي، د رسنيو د قانون د ۴۱مې مادې د حکم له مخې، په خپله د رسنيو د عالي شورا د کار او فعاليت څرنګوالی هم بايد د دغه طرزالعمل يوه برخه وي، خو په جوړ شوي طرزالعمل کې ورته اشاره نه ده شوې.

 د هغه په حواله، په ياد شوي طرزالعمل کې د ژورنالېستانو صنفي اتحاديو ته هم هېڅ رول نه دی ورکړل شوی دى.

 د ده په وينا، دود دا دی، چې اتحاديې د حکومت له مداخلې پرته دا وړ شوراګانو ته خپل استازي ټاکي.

 نوموړي د طرزالعمل بله نيمګړتيا د هېواد په کچه د ټاکنو سراسريتوب ته نه پاملرنه وبلله.

 توحيدي وايي، چې که پورتنيو ملاحظو ته پام ونه شي، نو د ده په وينا، دوى به په داسې يوه بهير کې چې له قانوني اړخه ستونزې ولري او مجهول وي، ګډون ونه کړي.

هېره دې نه وي، چې د خبريالانو يو شمېر بنسټونو درې اونۍ وړاندې د رسنيو عالي شورا ته د خبريالانو د استازو په توګه دوه تنه هر يو خپلواک ساپى او عبدالله ازاد خنجانى وټاکل.