کابل ( پژواک ۱۱ چنګاښ ۹۲ ) په افغانستان کې د میشتو ایساف ځواکونو لوی قوماندان جنرال جوزیف ډنفورډ د پاکستان د پوځ له مشر سره لیدلي دي.
د پاکستان پلازمینې اسلام اباد ته څیرمه په راولپنډۍ ښار کې د پوځ د عامه اړیکو له دفتر ( ای ایس پي ار) لخوا د چنګاښ په ۱۱مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې دا نن د پوځ په مرکز کې وشوه.
سرچینې زیاته کړې چې دواړو پوځي مشرانو دافغانستان او پاکستان د ګډې پولې پر امنیت، په ګډه پوله د اړیکو او یو شمیر نورو موضوعاتو خبرې کړې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د معمول لیدنو کتنو دلړۍ یوه برخه وه، خو سرچینې په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي.
دیادونې وړ ده چې دا په تیره یوه میاشت کې ددواړو جنرالانو دویمه لیدنه وه.
په دې وروستیو کې د پاکستان او افغانستان اړیکې خرابې شوي دي او دسولې د پروسه هم ځنډیدلې وه، په داسې حالاتو کې سفارتي او دیپلوماتيکي سرچینو داړیکو د بیرته ښه کولو په موخه هڅې پيل کړي دي.
په دې برخه کې افغانستان او پاکستان لپاره دامریکا ځانګړي استازي او دانګلستان لومړي وزیر ډیویډ کمیرون دواړو هیوادونو ته سفرونه وکړل او له مشرانو سره یې وکتل.
دغه راز د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف په بهرنیو چارو او ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز نن دامریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري سره لیدلي او د افغانستان په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.