منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۱۸ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د رسنيو په عالي شورا کې د خبريالانو د استازو ټاکنه لغوه شوه

· ۳ دقیقې لوستل · ۵۵ کتنې

کابل (پژواک ١٢ چنګاښ ٩٢): اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، د رسنيو په عالي شورا کې د خبريالانو د دوو استازو ټاکنه د خبريالانو د پيکه حضور له امله لغوه کړه.

د رسنيو په عالي شورا کې د خبريالانو د دوو استازو د غړيتوب لپاره ټاکنې درې ورځې وړاندې ترسره شوې، چې په پايله کې يې د علومو اکاډمۍ د ژورناليزم انسټيټيوټ رييسه څېړونکې فرزانه حبيبي او د اطلاعات او فرهنګ وزارت د جواز ليکونو د ورکړې او ثبت مدير امان الله جهانيار د شورا د نوو غړو په توګه وټاکل شول.

خو د افغانستان د خبريالانو فدراسيون، چې له لسو خبريالانو څخه جوړ شوى، دغه ټاکنې غيرې قانوني او د منلو وړ نه ګڼي او په هغو کې يې خپل ګډون تحريم کړى دى.

فدارسيون وايي، چې دغه ټاکنې فرمايشې او د اطلاعاتو او کلتور وزارت وزير په خوښه ترسره شوې او نوموړي دغه دواړه دولتي مامورين، چې يو يې د اړوند وزارت کارکوونکى دى، د رسنيو په عالي شورا کې د خپل نفوذ د اعمال په موخه ټاکلي دي.

خو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دغه ټاکنې د خبريالانو د پيکه حضور او رامنځته شوي ناسم پوهاوي له امله لغوه کړې.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزير سيد مخدوم رهين په نننۍ خبري غونډه کې وويل: “سره له دې چې ټاکنې رڼې وې، خو د شته ناسم پوهاوي له مخې بايد ټاکنې يو ځل بيا له سره وشي، زه له کومې استثنا پرته په مرکز او ولايتونو کې د خبريالانو له ټولو بنسټونو غواړم، چې تر يوې راتلونکې مياشتې پورې ټاکنې ته تيارى ونيسي.”

ياد وزارت په داسې حال کې، چې په تېرو ټاکنو کې يې د شورا لپاره د دوو کسانو له ټاکنې بښنه وغوښته او ويې ويل، چې ټاکنې يې د چا د نيوکې له امله نه دې لغوه کړې، بلکې يواځېنى دليل يې په ټاکنو کې د خبريالانو پيکه ګډون وو.

د ويلو ده، چې تېره مياشت دغه ټاکنې د خبريالانو د ١٠ بنسټونو له خوا د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د استازو په شتون کې ترسره شوې، چې عبدالله ازاد خنجانى او خپلواک ساپى يې د رسنيو په عالي شورا کې د خبريالانو د استازو په توګه وټاکل.

خو له دې سره سره د ژورنالستانو فدارسيون ټينګار کاوه، چې که چېرې په دې کړنلاره کې سمون راشي او د نوې ټاکنې په روڼوالي سره ترسره شي، نو دوى به هم ګډون په کې وکړي.

د ټولنيزو رسنيو قانون په ١٣٨١ لمريز کال کې نافذ شو او وروسته بيا د رسنيو له زياتېدو سره پرې يو ځل بيا کتنه وشوه؛ خو په ١٣٨٨ کال کې په کې بدلون راغى او په ٥٤ ماده کې تصويب شو.

د دغه قانون له وروستي تصويب سره سره د اطلاعاتو او فرهنګ وزير حاضر نه و، چې ځينې مهمې برخې يې لکه د ټولنيزو رسنيو د کمېسيون او د رسنيو د عالي شورا جوړېدل عملي کړي.