کابل ( پژواک ١٤ چنګاښ ٩٢ ) د ناټو سازمان سرمنشي وايي چې که څه هم طالبان له ماتې سره مخامخ شوي نه دي ، خو بيا هم نړيوال ځواکونه به له مهال وېش سره سم خپل جګړه ييز ماموريت پاى ته رسوي.
د ناټو سرمنشي انډر فوغ راسموسن دغه څرګندونې پرون د چنګاښ په ١٣مه، د بلجيم په پلازمينه بروکسل کې چېرته چې د ناټو سازمان مقر دى، د مياشتنۍ خبري غونډې پر مهال کړې دي.
هغه زياته کړه چې ايساف ځواکونو به دمهال وېش سره سم خپل جګړه ييز ماموريت پاى ته رسوي، خو افغان ځواکونو سره به د عملياتو پر مهال د اړتيا په صورت کې خپلو همکاريو ته ادامه ورکوي.
راسموسن وويل چې که څه هم په روان کال کې به د ټول افغانستان دامنيت چارې افغان ځواکونو ته سپارل کېږي، او ټول عمليات به دوى پخپله ترسره کوي، خو د ٢٠١٤ کال تر پايه پورې به ايساف جګړه ييز رول هم ولري.
د هغه په وينا، دافغانستان ماموريت هغه مهال خپل وروستي پړاو ته ورسېد، کله چې تېره مياشت ولسمشر حامد کرزي د امنيت دلېږد پنځم او وروستى پړاو اعلان کړ.
د ناټو سرمنشي وايي چې افغان ځواکونو ورځ تر بلې پياوړي کېږي او نړيواله ټولنه به اوږود مهاله پورې دوى سره اوږه په اوږه ولاړه وي.