منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۵۷ غ.م
۳°صاف · ↑۱۳° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی

خصوصي پوهنتونونه او ښوونځي د ډېرو پيسو په اخيستو تورن شول

· ۶ دقیقې لوستل · ۱۲۰ کتنې

 کابل (پژواک ٢٤ چنګاښ ٩٢) د خصوصي پوهنتونونو او ښوونځيو ځينې زده کوونکي او محصلين په دغو تحصيلي او تعمليمي مرکزونو کې په بېلابېلو نومونو د اضافي فيس له ورکړې سر ټکوي.

دغه محصلين، چې د دوولسم ټولګي څخه تر فارغېدو وروسته د کانکور ازموينې په پايله کې، دولتي پوهنتونونو ته له کاميابېدو محروم کېږي، نو خصوصي پوهنتونونو ته په دې هيله ورځي، چې په کمو پيسو سره وکولاى شي خپل تحصيل پر مخ يوسي.

خو ځينې محصلين بيا د لوړو زده کړو له دغو مرکزونو څخه سر ټکوي او وايي، چې د فيس له اخيستو پرته په بېلابېلو نومونو له دوى څخه لکه د ترانسپورټ کرايه، د چپټرو چاپول او نور، اضافي پيسې اخلي، په داسې حال کې، چې ډېرى محصلين له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د دغو پيسو ورکول ورته ستونزمن دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ١٣٩١ هجري کال د کانکور په ازموينه کې شاوخوا ١٧٥ زرو زده کوونکو ګډون کړى وو، چې له دې ډلې څخه يې يواځې ٤٢ تنه د لوړو زده کړو موسسو او ١٣ زره نور يې د نيمه لوړو زده کړو مرکزونو ته لاره ومونده او نور ټول بې پايلې اعلان شول، چې د دې کار په غبرګون کې ځينو زده کوونکو په کابل او نورو ولايتونو کې ډېر لاريونونه وکړل.

په کابل کې د “خانه نور” پوهنتون د سوداګرۍ څانګې د اووم سمستر محصله تمثيلا بارکزۍ وايي، چې په پوهنتون کې د شاملېدو، د ترانسپورټ او درسي کتابونو لپاره يې ١٥ زره افغانۍ تحويل کړې دي.

 هغې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له دې پرته هره مياشت ٥ زره افغانۍ فيس هم ورکوي، نو دغه فيس هغو محصلينو ته، چې اقتصاد يې ضعيف او بل کوم عايد هم ونلري، ملا ماتونکى دى.

دغې محصلې زياته کړه، چې د چپټرونو د چاپ پيسې هم له خپله جېبه ورکوي، ترانسپورټ هم نه لري او د هرې مياشتې لپاره يې يو موټر په ١٥٠٠ افغانۍ په کرايه نيولى، څو دوى خپلو کورونو ته ورسولى شي.

بارکزۍ ادعا کوي، چې د هر سمستر په پاى کې، په اخيرنۍ ازموينې کې د ګډون په موخه زر افغانۍ نورې هم ورکوي.

د خصوصي پوهنتونونو ځينې فارغ شوي محصلين ادعا کوي، چې د خپل کار د بشپړلو لپاره بډې ورکولو ته هم مجبور شوي دي.

د کاردان پوهنتون د ادارې او مديريت له څانګې څخه فارغ شوى رفيع الله وايي: ” د خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو وزرات تر منځ هېڅ همغږي نشته. کله، چې يو محصل د خپلو اسنادو د تر لاسه کولو په موخه د لوړو زده کړو وزارت ته ورځي، نو بايد بډې ورکړي لکه څرنګه، چې ما هم ورکړې دي!”

هغه زياته کړه، چې په هر ځاى کې پر محصلينو پيسې تحميل کېږي، د وزارت له لوري پر پوهنتون ټکس اضافه کېږي او پوهنتون بيا دغه پيسې  پر محصل زياتوي او له محصلينو څخه هره مياشت ١٥٠ افغانۍ د ټکس لپاره اخيستل کېږي.

رفيع الله ددې پوهنتون ډېرى استادان پاکستاني وګړي بولي وايي، چي استادان خپل درسونه د سلايډونو په بڼه وړاندي کوي ، که چيرې کتاب٦٠٠مخه وي ، سلايډ کې ترې٢٠مخه جوړېږي  او په سلايډونو کې ټول موضوعات د نه ځايېدو په صورت کې د محصلينو د وروسته پاتې کېدو سبب ګرځي.

 خو د کاردان پوهنتون مرستياله زهرا موسوي وايي، چې دوى هره مياشت ١٥٠افغانۍ له  محصلينو څخه اخلي او دا هغه مياشتنۍ پيسې دي ، چې د ماليې وزارت له خوا هره مياشت پر پوهنتون باندې وضع کيږي.

هغې د محصلينو د درسي ڼوټونو  په اړه وويل: (( په سلايډونو کې د درس ټوليزمفاهيم او کليدي موضوعات اخيستل کېږي، چې د محصلينو په ګټه تماميږي.))

د کاردان پوهنتون مرستايلې زياته کړه ‎، چې همدا اوس ياد پوهنتون کې ٨ زره تنه محصلين پر زده کړو بوخت دي، چې د ٨٠تنو افغاني او پاکستانيو مجربو استادانو له خوا ورته تدريس کيږي.

د رڼا پوهنتون دفايننس(مالي) څانګې د وروستي کال محصل عزت الله ادعا کوي، چې ددرې نيمو کلونو لپاره يې١٣٠ زره افغانۍ فيس ورکړى.

هغه مياشتنى فيس ٦٥٠٠ افغانۍ بولي او وايي هر محصل اړ دى، څو ٢٠ډالر، چې د١٢٠٠افغانيو معادل دي ورکړي .

خو د رڼا د لوړو زده کړو موسسي رييس ډاکټر شفيع الله نعيمي وويل : هغه محصلين چې دې پوهنتون ته راځي، د مياشتنې ٥٠٠٠افغانۍ فيس ورکوي، چې دا پيسې د پوهنتون پر پرمختيايي پروګرامونو لګول کېږي.

هغه له محصلينو څخه د اضافي پيسو اخيستل رد کړل او ويې ويل چې همدا اوس ياد پوهنتون کې١٤٠٠محصلين دلوړو زده کړو  وزارت له معيارونو سره سم پر زده کړو بوخت دي .

 د لوړو زده کړو وزارت وياند محمدعظيم نور بخش وايي،چي وزارت مقرره او لايحه لري ،چې د ټولو خصوصي لوړو زده کړو موسسو له فعاليتونو سره سره د جواز، پوهنيز او اکاډميک مسايل په هغې کې ځاى پرځاى شوي دي .

 هغه زياته کړه، چې په لوړو زده کړو وزارت کې يو کمېسيون شتون لري،  چې د ټولو خصوصي لوړو زده کړو موسسې ارزيابي کوي او په دې برخه کې راپور ترتيبوي ، تېر کال  د برهان اوبينوا د خصوصي لوړو زده کړو موسسې په کندهار او ابن سينا په ننګرهار کي وتړل شوې. 

د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتو له مخې، دمګړۍ د هېواد په کچه د لوړو زده کړو ٣١ عالي او نيمه عالي دولتي موسسو کې ٨٠ زره تنه محصلين او ٢٥ زره تنه په ٧٠ خصوصي تحصيلي موسسو کې پر تحصيل بوخت دي.

د خصوصي ښوونځيو ځينې زده کوونکي هم له لوړ فيس څخه شکايت کوي او د لوړ فيس ورکړه له خپل توان څخه وتلى کار بولي.  

د کابل په کارتې پروان سيمې کې د عامه شمال ليسې د اووم ټولګي زده کوونکى حميدالله وايي، چې هر مياشت ٢٥٠٠ افغانۍ فيس ورکوي، خو د شاملېدو فيس يې پنځه زره افغانۍ دى او تر دې پورې، چې بکسې، کتابونه او کتابچې هم په همدې ښوونځي کې په بيه اخلي.

په دغه ليسه کې د يوه زده کوونکي پلار وويل: ” زوى مې د نهم ټولګي زده کوونکى دى، زه يو هټۍ وال يم، زما لپاره ډېره ستونزمنه ده، چې د زوى د ټولو توکو لپاره پيسې ورکړم، که د پوهنې وزارت د دغه  کار مخنيوى وکړي نو دا به ډېره ښه وي.”

خو د عامه شمال خصوصي ليسې مدير جمشيد احمد فيضي وايي، چې دوى له زده کوونکو څخه له ١٧٥٠ افغانيو څخه نيولې تر ٥ زرو افغانيو پورې پيسې اخلي .

د مستقبل ليسې د دويم ټولګي زده کوونکى کامران وايي، چې هره مياشت ١٣٠٠ افغانۍ فيس ورکوي، په داسې حال کې، چې پلار يې مزدوري کوي او په هيڅ ډول دغه پيسې نه شي ورکولى.

 د مستقبل عالي ليسې مدير نعمت الله حامد ومنله، چې دوى د مياشتني فيس تر څنګ له زده کوونکو ٥ زره افغانۍ د يونيفورم، قلم، کتاب او د موټر کرايې لپاره اخلي، خو زياته يې کړه، چې دغه پيسې د ليسې ودانۍ په جوړولو، د ښوونکو پر معاشونو او د هغو موټرونو په تېلو، چې زده کوونکي ښوونځي ته رالېږدوي، لګوي.

خو د پوهنې وزارت وياند امان الله ايمان وايي، چې د ښوونې او روزنې په نوم ځينو ښوونځيو ناروا سوداګري پيل کړې ده.

هغه زياته کړه، چې دغه ښوونځي د ترانسپورټيشن او يونيفورم په نومونو له زده کوونکو پيسې اخلي، په داسې حال کې، چې دغه پيسې بايد د شاملېدو په پيسو کې وګرځول شي، چې په کال کې يو ځلې له زده کوونکو اخيستل کېږي.

ايمان وويل: ” زموږ د څار پلاوى هر مهال له ښوونځيو ليدنه کوي، تېر کال پنځلس ښوونځي، چې د ښوونې له لايحې سره يې تخلف کړى و، د ګومارل شوي کمېسيون له لوري تړل شوي دي.”

دغه کمېسيون د پوهنې وزارت د لومړي مرستيال تر څارنې لاندې فعاليت کوي او مقرره يې د خصوصي ښوونځيو د چارو د تنظيم په موخه د ښوونکو او زده کووونکو په اړه ده.

 د پوهنې وزارت وايي، چې د هېواد په کچه شاوخوا ٥٠٠  خصوصي ښوونځي دي ، چې ٢٠٠ يې په کابل کې  شتون لري، چې په ټوليزه توګه پکې ٢٠٠ زره زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي.