ژبه

نوي فارغ شوي محصلين د کار له نشتوالي شکايت کوي

کندهار (پژواک ٢٤ چنګاښ ٩٢): له کندهار پوهنتون څخه فارغ شوي يو شمېر محصلين وايي، چې تر فراغت وروسته اوس د کار او روزګار په لټون دي، خو ستونزه دا ده، چې په اسانۍ کار نه شي موندلاى.

د کندهار پوهنتون له بېلابېلو پوهنځيو فارغ شوي محصلين وايي، اړيکې، واسطه او پيسې هغه څه دي، چې په دولتي ادارو کې يې د هغوى په څېر د مسلکي کسانو د ګومارنې مخه نيولې ده.

خو د کندهار دولتي چارواکي بيا د محصلينو دغه راز ادعاوې ناسمې ګڼي.

په دې وروستيو کې د کندهار پوهنتون له شاوخوا نهو پوهنځيو ٤٢٠ محصلين فارغ شوي، چې ډېرى يې دا مهال په کار پسې ګرځي.

د کندهار پوهنتون له شرعياتو پوهنځي فارغ شوي محصل محمد ظاهر پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په ډېرو ستونزمنو حالاتو کې يې پوهنځى بشپړ کړ، خو اوس ورته په اسانۍ کار نه پيدا کېږي.

هغه چې په اصل کې د هلمند د ګرشک ولسوالۍ اوسېدونکى دى وايي: ((په ډېر کړاو مې خپل وروڼه او د کورنۍ غړي په دې راضي کړي وو، چې د څلورو کلونو لپاره د پوهنځي د زده کړو او په کندهار کې د هغه د اوسېدو لګښت پر خپله غاړه واخلي.))

د ده په وينا، اوس چې يې پوهنځى بشپړ کړى، نو ټوله کورنۍ د هغه لاس ته ګوري او په دې تمه دي، چې هغه به په کومه اداره کې دنده پيدا کوي او خپلې کورنۍ ته به حلاله نفقه پيدا کوي.

خو دى وايي، تر فراغت وروسته يې د ډېرو ادارو دروازې ټکولې، خو لا هم ورته مناسبه دنده نه ده پيدا شوې، ځکه ګڼ شمېر ادارې ورڅخه د کاري تجربې غوښتنه کوي.

د کندهار پوهنتون له کرنې پوهنځي فارغ شوى محصل محمد سليم هم ورته ستونزه يادوي او وايي، چې اوسمهال په دولتي ادارو کې يوازې واسطه، پيسې او اړيکې چلېږي، ځکه خو مسلکي کسانو ته ډېر کم د دندې او کار چانس په لاس ورځي.

د هغه د معلوماتو له مخې، په ګڼ شمېر ادارو کې هغه کسان پر دندو ګومارل شوي، چې د چارواکو خپلوان دي او ان بشپړې زده کړې يې هم نه دې کړې.

دى هم وايي، چې د پوهنځي د لوستلو پر مهال يې ډېرې خوارۍ تېرې کړې، قرضونه يې کړي او خپلې زده کړې يې بشپړې کړې، خو اوس چې ورته کار نه پيدا کېږي، نو سخت مايوسه دى.

هغه پر دولتي چارواکو غږ وکړ، چې د دولتي ادارو د تشو بستونو ډکولو په برخه کې دې له پوهنتون څخه فارغو محصلينو ته لومړيتوب ورکړل شي.

له انجنيري پوهنځي څخه فارغ شوى يوه بل محصل انجنير نوراحمد بيا پژواک اژانس ته وويل، چې که په دولتي اداره کې ورته کار هم وموندل شي، نو حاضر نه دى، چې يې وکړي.

هغه زياته کړه، په دولتي ادارو کې د نورو ستونزو تر څنګ د اړيکو پر بنسټ د مامورينو ګومارنه د طى مراحلو اوږده پروسه او کم معاش جدي ستونزې دي.

د نوموړي په وينا، د دولتي ادارو په پرتله په بهرنيو ادارو کې هم د کار شرايط اسانه دي او هم يې معاش ښه دى، خو دلته بيا ستونزه دا ده، چې په دې وروستيو کې بهرنۍ موسسې هم محدودې شوې او اوس هومره نه دي، لکه مخکې کلونه چې وې.

نوموړى هم غوښتنه کوي، چې دولت دې د محصلينو لپاره د کارموندنې شرايط اسانه او معاشونه لوړ کړي، چې په دې توګه به مسلکي کسان دولتي ادارو ته لاره پيدا کړي او د حکومتولۍ چارې به ورسره پياوړې شي.

د کندهار پوهنتون د کار موندنې د مرکز مسوولين د فارغو شوو محصلينو ستونزې پر ځاى بولي او وايي، چې هره ورځ شاوخوا پنځوس تنه د پوهنتون او دوولسمو ټولګيو فارغين د کار موندنې لپاره دغې ادارې ته مراجعه کوي.

د کار موندنې د دغه مرکز مرستيال سيد احمد قانع وايي، له تېرې څه مودې راهيسې يې د کار موندنې، سوانح جوړولو، مرکې ورکولو(انټرويو) او د کار د پيل په اړه د پوهنتون او دوولسمو ټولګيو فارغينو ته دوولس روزنيز ورکشاپونه جوړ کړي، خو بيا هم ډېر کم شمېر کسانو ته دندې پيدا شوې دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، څو ځلې يې په کندهار کې د دولتي او نا دولتي ادارو له مسوولينو سره خبرې کړي او د هغوى دخالي بستونو د ډکولو لپاره يې درې سوه اتيا کسان ور پېژندلي، چې ډېر يې اوسمهال په بېلابېلو دندو بوخت دي او دغه راز شاوخوا نهه سوه نور ښځينه او نارينه بې روزګاره محصلين يې بېلابېلو ادارو ته د لنډ مهاله کارونو لپاره ور معرفي کړي دي.

خو دى وايي، چې لا هم په دې برخه کې ستونزې شته او ګڼ شمېر ادارې د هغوى ور پېژندل شوو کسانو ته په اسانۍ دندې نه ورکوي او يا هم ورڅخه د کاري تجربې غوښتنه کوي.

قانع په کندهار کې د اداري اصلاحاتو پر خپلواک کمېسيون هم نيوکه وکړه، چې تر ډېره د اړيکو پر بنسټ کار کوي او پر دندو د خلکو د ګومارنې پروسه يې اوږده او له ستونزو ډکه ده.

د کندهار ولايت د اداري اصلاحاتو د خپلواک کمېسيون مسوولين دغه څرګندونې بې بنسټه ګڼي او وايي، چې دغه اداره له ټاکل شوو اصولو سره سم خپل کارونه مخ ته وړي او د استخدام په پروسه کې يې هيڅ توپېريز چلند ځاى نه لري.

د اداري اصلاحاتو د خپلواک کمېسيون سرپرست رييس عزيزالله وګړى وايي، د کندهار ولايت ټول دولتي تشکيل يې له ٩ زره ٥ سوه او دوولس تنو لوړ پوړو او ټيټ پوړو مامورينو څخه جوړ شوى، خو لا هم په دې چوکاټ کې پنځه سوه درې دېرش بستونه تش پاتې دي.

د نوموړي په وينا، که په شرايطو برابر کسان ورته مراجعه وکړي، نو دغه خالي بستونه به پرې ډک کړي.

هغه د مامورينو د استخدام په پروسه کې د اړيکو او واسطو شتون رد کړ او ويې ويل، چې دغه پروسه د ازاد رقابت له لارې د يوه ټاکل شوي پلاوي پر وړاندې ترسره کېږي.

وګړي دا هم وويل، چې په تېرو شپږو مياشتو کې څه له پاسه څلور سوه تنه رسمي او قراردادي مامورين يې پر دندو ګومارلي دي او که د پاتې بستونو د ډکولو په موخه د محصلينو په ګډون هر څوک ورشي، نو د ښو معاشونو په ورکړې سره به يې پر دندو وګوماري.

د کندهار ولايت مقام مالي او اداري رييس عبدالحنان هم وايي، چې د تشو بستونو د ډکولو په برخه کې له پوهنتون څخه فارغو شوو محصلينو ته لومړيتوب ورکوي.

نوموړى زياتوي، ډېر محصلين د کم معاش له امله په دولتي ادارو کې کار کولو ته زړه نه ښه کوي، ځکه په دولتي ادارو کې تر ټولو لوړ معاش ١٦ زره افغانۍ دى.

ورته موضوع