کابل (پژواک،٢٦ چنګاښ ٩٢): د ارشاد، حج او اوقافو وزارت اعلان وکړ ، چې سږ کال د بيت الله شريف د زيارت کوونکو په شمېر کې کموالى راغلى او هغو کسانو ته به لومړيتوب ورکړل شي، چې په ١٣٩١ کال کې يې نوم ليکنه کړې ده.
تېر کال له افغانستان څخه ٣٠ زره تنه د زيارت کولو په موخه بيت الله شريف ته تللي وو، خو سږ کال ټاکل شوې، چې بيت الله شريف ته ٢٤ زره تنه لاړ شي.
د ارشاد،حج او اوقافو وزير محمديوسف نيازي نن په هغه ناسته کې،چې د ياد وزارت د کنفرانسونو په تالار کې تر سره شوه وويل، چې له دې ډلې څخه به ٢٠ زره تنه د هېواد له ٣٤ ولايتونو ولېږي او پاتې نوره ونډه به ادارو او د هغو شهيدانو وارثانو ته، چې د جمهوري رياست له لوري ټاکل شوي، ورکړي.
هغه وويل، چې دغه کمښت په ټولو اسلامي هېوادونو کې ٢٠ سلنه، خو په سعودي عربستان کې ٥٠ سلنه وړاندې شوى دى.
نوموړي زياته کړه، چې د دغه کموالي لامل د مسجدالحرام ودانۍ او د طواف سيمې بيا جوړول دي، چې سعودي عربستان ورته يو ميليارد رياله ځانګړي کړي دي.
نيازي وويل، چې د حاجيانو کموالى د عربستان پر اقتصاد هم ناوړه اغېزه لري او په هغه ځاى کې، چې حاجيانو به پکې طواف کاوه په يوه ساعت کې ٤٨ زره تنه وو، خو اوس د بياجوړېدو له امله دغه شمېره ٢٢ زره تنو ته راټيټه شوې ده.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د نشراتو رياست رييس حبيب الرحمن صالحي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د وزارت په غونډه کې يې د ولايتونو د حج او اوقافو له رييسانو سره تصميم نيولى، چې حج ته د تلونکو حاجيانو نومونه د پچې له مخې ونه ټاکي او سږ کال هغو کسانو ته د لومړيتوب حق ورکړي، چې د ١٣٩١ کال له غبرګولي مياشتې څخه وروسته يې نوم ليکنه کړې ده.
د ارشاد، حج او اوقافو وزير وايي: ” دغه پروسه شفافه ده ځکه هغه کسان، چې تېر کال يې نوم ليکنه کړې ،د نومونو لېست يې په کتابونو کې پروت دى، چې له موږ سره په محرم ډول موجود دي او هيڅوک پکې لاسوهنه نه شي کولى.”
هغه زياته کړه: ” سږ کال مو حاجيانو ته په ښو بيو ښه ښايسته ځايونه تيار کړي ، هغوى به هر کال په موټر کې تګ او راتګ کاوه، سږ کال مو ورته په ٢٥٠ رياله د اورګاډي ټکټ اخيستى او په مکه مکرمه کې به ورته ١٣٠ موټر ٢٤ ساعته ددوى په خدمت کې ولاړ وي، چې دغه اسانتياوې په تېرو کلونو کې نه وې.”
همدارنګه د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سږ کال ٢٦ ودانۍ، چې لويې کوټې او ښه امکانات لري په کرايه نيولي، چې له دې پرته ٢٤٠ اضافي چپرکټونه هم لري.
د ارشاد حج او اوقافو وزارت څرګنده کړه، چې دحاجيانو د لګښت په بيه کې سل ډالر کموالى هم راغلى، مخکې به ٣١٢٠ ډالره و، خو سږ کال د هر زيارت کوونکي لګښت ٣٠٢٠ ډالره شوى، چې د هېواد له څلورو زونونو ” د کندهار، هرات، مزارشريف او کابل هوايي ډګرونو” به د سعودي عربستان پر لوري الوتنې وکړي.
د ويلو ده، چې تېر کال د بيت الله شريف زيارت کوونکي د اريانا دولتي او کام اير خصوصي شرکتونو له لارې سعودي عربستان ته لېږدول کېدل، خو سږ کال به د حج زيارت کوونکي له يادو دوو شرکتونو سره سره، د صافي خصوصي شرکت په وسيله هم ولېږدول شي.










