کابل (پژواک ٣٠ چنګاښ ٩٢): په کابل کې سلګونو کسانو د لاريون په ترڅ کې له ولسي جرګې د سيد انور سادات د شړلو او د هغه د محاکمه کولو غوښتنه وکړه.
سادات په ولسي جرګه کې د سرپل د خلکو استازى دى او د دې جرګې د څو ورځې مخکې په عمومي غونډه کې پښتون قوم ته په سپکاوي تورن شو.
معترضينو له دهمزنګ څلورلارې تر ملي شورا پورې لاريون وکړ او ويل يې، چې ځيني کسان غواړي يوه قوم ته سپکاوى وکړي، د خلکو په منځ کې قومي او ژبني تعصب ته لمن ووهي، چې دا کار يې د ملي يووالي د له منځه وړو لامل ګرځي او د خلکو ترمنځ بې اتفاقۍ ته لار هواروي.
دغه لاريون نن له غرمې مخکې د “افغان ملي غورځنګ” له لوري په لاره اچول شوى و.
د دغه غورځنګ يوه غړي عبدالقدير متفي وويل، چې د لاريون موخه يې د انور سادات پر وړاندې خپله غوسه څرګندول دي، چې پښتون قوم ته يې سپکاوى کړى دى.
هغه سادات په ملي خيانت تورن کړ او زياته يې کړه: “موږ له ملي شورا غواړو، چې انور سادات دې د قومونو وېشلو په تور محاکمه شي.”
متفي وويل، چې افغانستان د ټولو افغانانو کور دى، د ايران او پاکستان جاسوسان د دې اجازه نه ورکوي، چې افغانان دې په يووالي کې ژوند وکړي.
د ملي غورځنګ يوه بل غړي محمداکبر پولاد وويل: “سادات باید د همدغه کار له امله له ولسي جرګې و ايستل شي.”
هغه زياته کړه، چې افغانستان له دريو لسيزو زياته موده د استفادې پر ډګر بدل شوى او دښمنان غواړي، چې د خپلو جاسوسانو په ګومارلو سره د افغانستا د خلکو تر منځ تفرقه واچوي، خو خلک به د دې اجازه ور نه کړي او غاښ ماتوونکى ګوزار به ورکړي.
ملي غورځنګ يو پرېکړه ليک هم صادر کړ، چې په کې ويل شوي دي: “نور نه شو کولاى، چې د داسې سپکاويو پر وړاندې لاس تر زنې کېنو او ملي مقدساتو ته د سپکاوي ننداره وکړو.”
لاريون کوونکو د ميرويس ياسيني د غړيتوب د سلب وښتنه هم کوله.
د ولسي جرګې لومړي مرستيال مېرويس ياسيني تېره اونۍ د ولسې جرګې په عمومي ناسته کې جرګه يوه “رټل شوې کلمه” وبلله او ويې ويل، چې لويه جرګه بايد له اساسي قانون سره سمه ترسره شي او په هره جرګه چې د اساسي قانون خلاف دايرېږي، مردوده ده.
لاريون کوونکو همدارنګه د بلخ د والي عطا محمد نور د لرې کولو او محاکمې غوښتنه وکړه او ويل يې، چې نوموړي ملي هويت او ملي اساساتو ته سپکاوى کړى دى.
د بلخ والي د افغانستان په تذکره کې د افغان کلمې له ليکلو سره مخالفت کړى او په تذکره کې يې د هر قوم د نوم ليکل اړين بللي دي.
په ولسي جرګه کې د ننګرهار استازې او د جرګې د نړيوالو اړيکو د کمېسيون غړې ارين يون هم وويل، چا چې داسې څرګندونې کړې، د منلو وړ نه دي او بايد له دندې لرې شي.
نوموړې، چې د لاريون په ځاى کې يې خبرې کولې، زياته کړه، د معترضينو غوښتنې به له ملي شورا سره شريکې کړي، خو دا چې د اشخاصو په اړه څه پرېکړه کېږي، په جرګې پورې اړه لري.
په ورته وخت کې تېره ورځ په ننګرهار کې هم لايون کوونکو د سادات د محالکمې غوښتنه کړې وه.
نوموړى د همدې خبرو پر مهال د ولسي جرګې د بل غړي کمال ناصر اصولي له سخت غبرګون سره مخ شو او هغه يې پر کتاب وويشت.
خو سادات وويل: “زما هدف کوم قوم ته سپکاوى نه و، ما دا خبرې پر حکومت پسې کړې او که څوک فکر کوي، چې دغه خبرې ما هغوى پسې کړې، نو زه ترې بښنه غواړم.”









