منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۲۰ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

“هيڅوک په خپله خوښه د کومې رسنۍ خپرونۍ نه شي بندولى”

· ۳ دقیقې لوستل · ۷۱ کتنې

کابل (پژواک ٣١ چنګاښ ٩٢): د ژورنالېستانو ملي ټولنه د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، چې هيڅوکه په خپله خوښه نشي کولى کومه رسنۍ وتړي او يا يې خپرونو ته کوم ګواښ وکړي.

د دغې ټولنې په وينا، په داسې حال کې، چې له يوې اونۍ راهيسې په سرپل ولايت کې د ښځې غږ راډيو خپرونې بندې شوي او د هرات د غوريانو ولسوالۍ د ندايې صبح راډيو خپرونې هم د ګواښ له امله بندې کړاى شوې دي.

د ژورناليستانو ملي ټولنه وايي، دوى په داسې حال کې، چې د سرپل او غوريانو ولسوالۍ له چارواکو سره په مخامخ ډول د اړيکې ټينګولو هڅه کوي، څو د دواړو راډيوګانو پر وړاندې ګواښونه له منځه ولاړ شي او هر څوک که له کومې رسنۍ څخه شکايت لري، نو له قانوني لارې څخه بايد استفاده وکړي.

د دغې ټولنې اجرائيوي مشر محمد فهيم دشتي وايي: ” هر څوک په خپله خوښه د کومې رسنۍ خپرونې نه شي بندولى او همدارنګه نه شي کولاى، چې خپرونو ته يې کوم ګواښ وکړي.”

دشتي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې که څوک له کومې رسنۍ څخه شکايت لري، نو د ټوليزو رسنيو قانون د شکايت کولو لاره څرګنده کړې او هيڅوک هم بايد خپل ځان ته دومره واک ورنکړي، چې له قانون څخه پورته قدم  وکړي.

 په سرپل کې د ښځې غږ خصوصي راډيو مسوول شفيع الله عزيزي وايي، چې د دغه ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس د دغې رسنۍ له يوه خبريال سره تر لفظي شخړې وروسته د يادې راډيو دفتر مهرلاک کړى دى.

خو د سرپل د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مشر عبدالقدوس بيا دغه ادعا ردوي او وايي، چې د ښځې غږ راډيو د بندولو يواځينى لامل د يادې راډيو د چاروکو له لوري د راډيو د فعاليت جواز نه درلودل دي.

 فهيم وويل: ” موږ د ښځې غږ راډيو له چارواکو څخه څو ځلې غوښتي، چې د فعاليت د جواز يوه کاپي موږ ته را ولېږي، خو هغوى زموږ خبرو ته کومه پاملرنه نه کوي او موږ هم نه شو کولاى هغې راډيو ته، چې د فعاليت جواز ونلري، د خپرونو اجازه ورکړو.”

خو د راډيو مسوولين دغه ادعا ردوي او وايي، چې د سرپل له والي سره يې اړيکه نيولې، څو دغه ستونزه حل کړي.

د سرپل والي عبدالجبار حقبين ويلي، چې د اطلاعاتو او فرهنګ رييس پرته له دې، چې ولايت خبر کړي ، د ښځې غږ راډيو يې تړلې ده.

حقبين زياته کړه، چې ډېر ژر به دغې ستونزې ته د حل لاره ولټوي.

په ورته وخت کې د ژورناليستانو ملي ټولنه وايي، چې د هرات د غوريانو ولسوالۍ د ندايې صبح راډيو کارکوونکي هم ګواښل شوي، چې که په خپرونو کې يې بدلون رانغى، نو خپرونې به يې بندې شي.

د دغې راډيو مسوول مدير جاوېد عزيزي وايي: ” د يکشنبې په ورځ زموږ يو همکار د ولسوال دفتر ته احضار شو او په داسې حال کې، چې د ولسوالۍ ځينې ملايان هم ناست وو، نو زموږ همکار يې په ورته وخت کې ګواښلى او ورته يې ويلي، چې زموږ راډيويي خپرونې به بندې کړي.”

د غوريان ولسوال حاجي داوود شاه نورزايي وايي، چې نوموړي د ځينو علماوو په غوښتنه د ندايې صبح کارکوونکي ورغوښتي او د علماوو نظريات يې ورته اورولي دي.

هغه څرګنده کړه: ” موږ په هيڅ ډول هغوى ( د ندايې صبح راډيو کارکوونکي) نه دي ګواښلي.”