کابل (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ٩٢): د افغانستان د پخواني پاچا او د ملت د بابا شپږم تلين د يو لړ مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شو.
محمدظاهرشاه د خپل پلار له مړينې وروسته په نولس کلنۍ کې واک ترلاسه کړ او پر افغانستان يې شاوخوا څلوېښت کاله پاچاهي وکړه.
نوموړى په ١٣٥١ زېږديز کال کې د محمد داوود له کودتا بيا د طالبانو د رژيم تر ړنګېدو پورې له هېواده بهر اوسېده.
د ملت بابا د د کرزي په لنډمهال حکومت کې بېرته هېواد ته راستون شو او وروسته په ١٣٦٨ کال کې د ٩٢ کلونو په عمر په کابل کې ومړ او د نادرخان په په تپه کې خاورو ته وسپارل شو.
د محمد ظاهر شاه د مړينې د شپږم تلين مراسم نن په کابل کې د زمري په لومړۍ نېټه د دولتي لوړ پوړو چارواکو، د بهرنيو هېوادونو د ډيپلوماټانو او د هغه د کورنۍ د غړو په ګډون د ملي دفاع وزارت له لوري ترسره شول.
د محمد ظاهر شاه قبر ته د ګل اېښودنې مراسم، د ملي دفاع وزير بسم الله محمدي، په پوځي چارو کې د ولسمشر سلاکار وزير عبدالرحيم وردګ، د بهرنو چارو وزير زلمي رسول او د هېواد لوى څارنوال محمد اسحاق الکو له خوا پر ځاى شول.
په دغو مراسمو کې د محمد ظاهر لمسي مصطفى ظاهر وويل: “نن هغه ورځ ده، چې له دې ورځې يوه شپه وړاندې د ملت بابا محمدظاهر شاه له دې نړۍ سترګې پټې کړې، هغه اوس نه شته، خو د هغه نرمښت او افکار د همېشه لپاره له خپل ملت سره دي.”
هغه له خلکو او دولت څخه په دغو مراسمو کې له ګډون کولو مننه وکړه او د افغانستان خلکو ته يې په هېواد کې د هميشنۍ سولې او ارامښت هيله څرګنده کړه.
نوموړي څرګنده کړه، چې د ملت بابا هميشه د افغانانو لپاره د ارام ژوند هيله درلوده.
د کابل ښار يو اوسېدونکى سيد عمر پهلوان، چې شاوخوا ٦٠ کاله عمر لري د نن ورځې په مراسمو کې وويل، چې د محمد ظاهر شاه په سلطنت کې امنيت په بشپړ ډول ټينګ و او خلکو په يوه ارامه فضا کې ژوند کاوه.
نوموړي زياته کړه، چې محمد ظاهر شاه په هېواد کې همېشه سوله، ارامي او ثبات غوښتل او په اوسنيو شرايطو کې هم د ظاهر شاه سلطنت له تجربو څخه بايد کار واخيستل شي.










