منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۲۰ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

نى: د زمري لومړۍ اونۍ دې د ټولنيزو رسنيو په نوم ونومول شي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۵۳ کتنې

کابل (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ٩٢): له رسنيو د ملاتړ ادارې (نى) يو ځل بيا غوښتنه وکړه، چې د زمري مياشتې لومړۍ اونۍ دې د ټولنيزو رسنيو په نوم ونوموي.

له رسنيو د ملاتړ ادارې اجرائيوي مشر عبدالمجيب خلوتګر نن په کابل کې خبريالانو ته وويل، چې دې ادارې تېر کال د ملګرو ملتونو له سازمان او افغان دولت څخه غوښتي و، چې د زمري مياشتې لومړۍ اونۍ دې د ټولنيز رسنيو په نوم ونوموي، خو تر اوسه دغه کار نه دى شوى.

هغه زياته کړه: ((اوس يو ځل بيا غوښتنه کوو، چې دغه اونۍ د ټولنيزو رسنيو په نوم ونومول شي.))

د خلوتګر په اند دولت ځکه نه غواړي دغه اونۍ د ټولنيزو رسنيو په نوم ياده کړي، چې د دولت د فساد او نورو غيرقانوني کړنو په اړه معلومات د نورو رسنيو په پرتله په دې رسنيو کې ډېر خپرېږي.

د هغه په وينا، په سنتې رسنيو (راډيو، ټلويزيون او اخبار) کې معلومات او اطلاعات د خبريالانو له خوا خو په ټولنيزو رسنيو کې د ټولنې د ټولو وګړو له لوري خپرېږي، نو ځکه يې اغېزې هم ډېرې دي .

 د هغه د معلوماتو له مخې، دمګړۍ يواځې په افغانستان کې ٧٥٠زره کسان له ټولنيزې رسنۍ (فېسبوک) څخه ګټه پورته کوي او خپل معلومات او اطلاعات له دې لارې له خلکو سره شريکوي.

خلوتګر وايي، چې د سنتي رسنيو ترڅنګ د ټولنيزو رسنيو له لارې بايد هڅې وشي، چې ټاکنې پر خپل وخت ترسره شي.

هغه زياته کړه: “ملي اجماع او يا هم جرګه هيڅ مهال د ټاکنو بديل نه شي کېداى.”

ده د نورو معلوماتو له ورکولو پرته وويل، چې سږ کال د تېر کال په پرتله د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه دوه برابره شوې ده.

د هغه په وينا، د خبريالانو پر وړاندې ٦٠سلنه تاوتريخوالي د دولتي کسانو له خوا کېږي.

په ياده غونډه کې د نى يوې ترينرې حليمې حسيني هم له دولت او ملګرو ملتونو غوښتنه وکړه، چې د زمري مياشتې لومړۍ اونۍ په افغانستان کې د ټولنيزو رسنيو په نوم ونوموي.

د هغه په اند، ټولنيزې رسنۍ د سنتي رسنيو په پرتله ښه اغېز لري.

هغې له خلکو وغوښتل، چې له ټولنيزو رسنيو بايد د تفريح پر ځاى د اړتياوو د پوره کولو لپاره کار واخلي.

هغې وويل، چې په نوره نړۍ کې رسنۍ د پام وړ واک لري خو په افغانستان کې تر اوسه خپل اصلي مقام ته نه دي رسيدلې .