منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۲۱ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

په خوست کې د مجتبى پتنګ په ملاتړ لاريون وشو

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۶ کتنې

خوست ( پژواک ٧ زمرى ٩٢) : د خوست ولايتي شورا او د مدني ټولنو استازيو د کورنيو چارو د وزير مجتبی پتنګ پر ملاتړ او د ولسي جرګې پر ضد لاريون وکړ.

د خوست ولايتي شورا، مدني ټولنې او قومي مشرانو نن د زمري په ٧مه د کورنيو چارو وزير مجتبی پتنګ په ملاتړ او د ولسي جرګې د هغې پرېکړې پر وړاندې ، چې دی يې سلب صلاحيت کړ، لاريون وکړ او دغه پرېکړه يې وغندله.

د خوست د ولايتي شورا رييس سيدکريم خان خاکسار پژواک اژانس ته وويل، دا چې ولسي جرګې څو ورځې وړاندې دکورنيو چارو وزير څخه د بارو رايه واخيسته غير عادلانه پرېکړه او خوست مېشتو ته د منلو وړ نه ده.

هغه زياته کړه، په داسې شرايطو کې، چې ټاکنې را روانې دي،بهرني ځواکونه افغانستان پريږدي، نو په داسې مهال د په کار پوه او باتجربه وزير لري کول، بې ځايه پرېکړه ده.

نوموړي وويل : (( زه له ولسي جرګې غوښتنه کوم، چې ياده پرېکړه بېرته واخلي اود کورنيو چارو وزير  ته يو ځل بيا په خپله دنده د پاتې کيدو چانس ورکړي.))

د خوست د قومونو په استازيتوب انجينر مزارعلي خوستي وويل، چې ولسي جرګې د کورنيو چارو وزير په اړه پرېکړه د شخصي ګټو په موخه کړې ده.

هغه زياته کړه، د پارلمان زياتره غړي خپلو شخصي ګټو ته کار کوي او ډيری پرېکړې د شخصي ګټو د ترسره کېدو په موخه کوي.

نوموړى وايي ،په دا ډول شرايطو کې د يوه تکړه وزير سلب صلاحيت کول د افغانستان او افغانانو په زيان دي .

د خوست ولايتي شورا ښځينه غړې زهره جلال بياوايي، چې د پارلمان غړي يوه ورځ هم په دې جرګه نه شول ،چې څنګه افغانستان له اوسني بد حالت څخه راوباسي.

هغې زياته کړه، دا چې د وزيرانو په استيضاح کې د دوی ګټه ده ، نو هر مياشت يو وزير ته  په يو او بل نوم چل جوړوي او جرګې ته يې ورغواړي.

د جلال په خبره، که وکيلان غواړي، چې خپلو ولسونو ته خدمت وکړي ، نو پر ستونزو دې ځان خبر او د حل لارې چارې دې ورته ولټوي.

لاريون د خوست ولايتي شورا دفتر څخه پيل د خوست ښار د عدالت څلورلاري پورې ، چې له دوو سوو زياتو کسانو پکې برخه اخيستې وه دوام وکړ.

د لاريون په پای کې يو پنځه ماده ييز پريکړه ليک هم ولوستل شو، چې له ولسمشر کرزي او سترې محکمې  څخه غوښتل شوي، چې د پتنګ لاس نيوی وکړي او پريږدې، چې خپلې دندې ته دوام ورکړي.