منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۵۴ غ.م
۱۰°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی

د کرکټ ملي لوبډله نمیبیا ته روانه شوه

· ۱ دقیقه لوستل · ۵۳ کتنې

کابل(پژواک، ٨ زمرى٩٢): د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله، په دوو سياليو کې د ګډون په موخه نن  مازيګر  نمیبیا ته روانه شوه .

دکرکټ بورډ  له خوا پژواک خبري اژانس ته په راليږل شوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې دغه لوبډله به د نميبيا هېواد له لوبډلې سره  د زمري په ١٨مه او ٢٠ مه سيالۍ وکړي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې ، خلک  د دې سياليو په اړه معلومات  د افغانستان کرکټ بورډ له  پاڼې  (www.cricket.af) او   شمشاد خصوصي تلوېزیون څخه تر لاسه کولاى شي .

  د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي ريیس ډاکټر نور محمد مراد ددغو سیالیو په اړه  وایي: “که له یوه پلوه د افغانستان کرکټ بورډ اداره د پرمختګونو له رنګونو نوې جلوې اخلي له بله پلوه د هیواد ملي لوبډله د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته د رسېدا په لاره کې د پام وړ بریالي مزلونه وهي. موږ د خپلې لوبډلې په وړتیاو باور لرو او ومو کړای شول، چې د یوه څوارلس ورځیني روزنیز کمپ په لاره اچولو سره دوی ته د نمیبیا پر وړاندې د چمتووالي لپاره ټول اړین ګامونه واخلو”.