ژبه

د جنازې پر مهال ځانمرګي بريد د پوليس افسرانو په ګډون ۳۵ کسان ووژل

کابل ( پژواک ١٧ زمرى ٩٢ ) : د پاکستان د بلوچستان ايالت په کوېټه ښار کې د جنازې د مراسمو پر مهال په ځانمرګي بريد کې د پوليسو ديو شمېر افسرانو په ګډون ۳۵ کسان وژل شوي دي.

پاکستانيو رسنيو خبر ورکړى، چې دا پېښه نن د زمري په ١٧مه، تر غرمې وروسته په شاوخوا دوه بجو رامنځته شوې ده.

سرچينو زياته کړې چې نن سهار د نامعلومو وسلوالو کسانو په ډزو دپوليسو ديوې پوستې قوماندان وژل شوى و او څلور اولادونه يې ټپيان شوي وو.

کله چې د پوليسو په مرکز کې د هغه د جنازې مراسمو لپاره تيارى نيول کېدل، نو په دې سيمه کې ځانمرګى بريد او لويه چاودنه رامنځته شوه.

د کويټې ښار د پوليسو سرچينې وايي چې په دې پېښه کې د بلوچستان د پوليسو عملياتي قوماندان فياض سنبل او يو شمېر نورو افسرانو په ګډون ۳۵ کسان وژل شوي او تر ۵۰ زیات نور ژوبل شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې ټپيان روغتونونو ته لېږدول شوي دي خو دډیرو روغتیایی حالت داندیښنې وړ ښودل شوی.