جلال اباد(پژواک ٢٨زمرى٩٢): نن په هېواد کې د خپلواکۍ ٩٤ مه کليزه په داسې حال نمانځل کېږي، چې د خپلواکۍ د اخيستونکي غازي امان الله خان مقبره زيانمنه شوې او چارواکي ورته پاملرنه نه کوي.
غازي امان الله خان ٩٤ کاله مخکې له انګرېزانو څخه خپلواکۍ بيا ترلاسه کړه او دهغه مقبره د جلال اباد ښار د امير شهيد په بڼ کې ده.
د ختيځې سيمې لسګونو ليکوالو او ژورنالستان چې د زمري په ٢٨مه د غازي امان الله خان پر مزار راټول شوي وو ر ولايتي ادارې يې نيوکه کوله چې د هغه مقبره يې تر اوسه پورې په سمه توګه نه ده رغولې.
د ختيځې سيمې ليکوالو او ژورنالېستانو خپلواکې ټولنې مشر پوهندوى لعل پاچا ازمون پژواک خبري اژانس ته وويل چې په نورو هېوادونو کې د ملي مشرانو مزارونه په هندارو پوښل شوي وي او په خوا کې يې نور علمي او اکاډميک ځايونه موجود وي ، خو له بده مرغه د غازي امان الله خان مزار له خاورو او دوړو ډک دى.
ده زياته کړه: ((تر دې پورې چې دلته يو شمېر غاصبينو هڅه کړې وه، چې د مزار ځمکه غصب کړي. ))
نوموړى وايي چې ننګرهار ته ميلونونه ډالر راغلل مګر د غازي امان الله خان کنبده هماغه ډول زيانمنه ده او که چېرې بارانونه زيات شي لرې نه ده چې له منځه به لاړه شي.
د استاد ازمون په خبره ، د غازي د مزار پر جوړولو کې د دولت تر څنګ عام ولس هم پړ دى، ځکه دوى بايد په شريکه دغه مزار جوړ کړى وى .
دى وايي: ((موږ ډېر خوشبخته يو چې دا ډول غازيان په خپله خاوره کې لرو، مګر بدبخته هم يو ځکه چې پالنه يې نه شو کولى))
د ننګرهار پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي رييس پوهنمل ببرک مياخېل وايي چې د غازي امان الله خان له مزار سره په خوا کې بايد يوه لويه کتابخانه جوړه شوى واى، تر څو سيلانيان درته راتلى او دلته يې د خپلو ياداښتونو سربيره د افغانستان په اړه مطالعه کولى.
نوموړى زياتوي چې په هېواد کې لا هم داسې مشران او چارواکي شته چې د زمري د ٢٨مې د خپلواکۍ نه خبرتيا نه لري.
استاد مياخيل وويل: (( نو له داسې خلکو به څنګه ګيله وشي، چې هغوى د خپلواکۍ په مفهوم نه پوهيږي او نه يې ورځ پيژني))
نوموړي پر دولتي چارواکو غږ وکړ، چې د غازي مزار دې سم جوړ کړي او په راتلونکي کې دې ورسره يوه لويه کتابخانه هم جوړه کړي .
ليکوال او ژورنالېست محمد اصف شينوارى وايي چې د خپلواکۍ د ٩٤ يمې کليزې نمانځه په ننګرهار کې ډېره پيکه ترسره شوه.
نوموړي وويل چې دا ځل د خپلواکۍ کليزه يوازې د قصر دننه ونمانځل شوه او يو شمير امنيتي چارواکو په کې د ناسم امنيتي وضعيت له امله ګډون ونه کړ.
شينوارى وايي: (( له هر يو سره لس،پنځلس رينجرې وي، يوه غوغا جوړه کړي، مګر دوى بيا هم امنيتي ستونزې لري))
د هغه په وينا، دغه ورځ بايد په مېلو او جشنونو سره نمانځل شوى وى خو د مرکز سربيره په ننګرهار او نورو ولايتونو کې ټول يوازې د څلورو ديوالونو دننه دغه ورځ ونمانځل شوه.
د غازي امان الله خان پر مزار د ختيځې سيمې د ليکوالانو ، شاعرانو ، خبريالانو او مينه والود غونډې په پاى کې د افغانستان د انتقال د پروسې مشر ډاکټر اشرف غني احمد زي پيغام ولوستل شو.
ديادونې وړ ده چې تر دې مخکې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د ننګرهار ځايي چارواکو د غازي امان الله خان د مزار د بيارغونې ژمنې کړې وې، خو تر اوسه يې عملي ګام نه دى پورته کړى.










