کابل (پژواک، ٢ وږى ٩٢):د افغانستان يوولسو پوهنتونونو، د پوهنتونونو د نړيوالې شورا غړيتوب تر لاسه کړ او دغې شورا ژمنه وکړه، چې دافغانستان له پوهنتونونو سره به هر اړخيزې مرستې وکړي .
دلوړو زده کړو وزارت وايي، چې دغو پوهنتونونو دخپلو ښو فعاليتونو له امله ديادې شورا غړيتوب تر لاسه کړ او دغه شورا به له تخنيکى او تکتيکي اړخونو د پوهنتونونو ستونزې حل کوي .
دلوړو زده کړو وزير عبدالله عبيد نن په کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل، چې دغه دولتي پوهنتونونه د کابل ، کابل طبي، ښوونې او روزنې، پولي تخنيک، هرات ، بلخ، ننګرهار، پکتيا، خوست ، کونړ او کندهار پوهنتونونو څخه عبارت دي .
هغه زياته کړه،چې دافغانستان پوهنتونونه د پوهنتونونو دنړيوالې شورا (IUC) دغړيتوب په تر لاسه کولو سره کولاى شي، په شورا کې دنړۍ دمعتبرو غړو پوهنتونونو له تجربو څخه ګټه واخلي.
عبيد زياته کړه : ((موږ له دغې شورا سره دافغانستان ديو ځاى کولو هڅې له تېرو يوولسو کلونو راهيسې پيل کړې وې ، چې له نېکه مرغه نن ١١ پوهنتونونه ددې شورا دغړيتوب په تر لاسه کولو وتوانېدل.))
دلوړو زده کړو وزير له ٢٠١٤ کال څخه وروسته ديوه ستراتيژيک پروګرام په اړه هم خبر ورکړ او ويې ويل، چې دغه پروګرام تر جوړېدو لاندې دى، چې موخې يې دونرانوته وړاندې شوي او هغوى يې د پلي کولو لپاره د ٣٤٢ ميليون ډالرو د ورکړې ژمنه کړې ده .
نوموړي زياته کړه چې په دغه پروګرام کې د پوهنتونونو د ساختمان، تدريسي تجهيزاتو او لابراتورا برخې، چې پراختيا تر لاسه کوي، شاملې دي .
دپوهنتونونو دنړيوالې شورا رييس پروفيسور اروهان حکمت عزيز په دغې خبري غونډه کې وويل، چې دافغانستان په غړيتوب سره د بل په مرسته په راتلونکي کې ښه کارونه تر سره کړي .
هغه زياته کړه :(( موږ له تخنکي او تکتيکي اړخه له دغو پوهنتونونو سره مرسته کوو او هره ستونزه به يې حل کړو .))
د اوغلو په وينا، د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت په کمو امکانات توانېدلى،چې په اکاډميکه برخه کې زيات کارونه تر سره کړي .
د ٢٦ هېوادونو ١٥٠ پوهنتونونه دنړيوالې شورا غړيتوب لري .
دغه شورا په ترکيه کې جوړه شوې اوافغانستان دوه کاله وړاندې ددغې شورا په يوه غونډه کې ګډون وکړاو ويې ويل، چې هڅه کوي ددغې شورا غړيتوب تر لاسه کړي .
د ويلو ده ،چې دپوهنتونونو نړيواله شورا تېره مياشت په کاپل کې جوړه شوه او په ترڅ کې يې دافغانستان په غړيتوب او د وروسته پاتې او مخ پر ودې هېوادونو دپوهنتونونو د ستونزو دحل په موخه بحث وشو .
په هغه کنفرانس کې، چې د عراق، ليبيا او قزاقستان پوهنتونونو رييسانو په کې ګډون درلود، د لوړو زده کړو په برخه کې د ځوانانو په پراخه رول، دتخصصي مهارتونو پر ودې ، پوهنتونونو ته د لازياتو ځوانانو د لارې پيدا کولو او له پوهنتون نه دفارغو ځوانانو لپاره دکار موندنې په برخه کې د اسلامي هېوادونو دپوهنتونونو تر منځ په هر اړخيزه همکارۍ خبرې وشوې .
د پوهنتونونو دنړيوالې شورا رييس په دغه کنفرانس کې چمتو والى څرګند کړ، چې د وروسته پاتې او مخ پر ودې هېواد تحصيل ته به زياته پاملرنه وکړي او له دې لارې به خپلو موخو ته ورسېږي .










