کابل (پژواک ٥ وږى ٩٢): د لوړو زده کړو وزارت له دغه وزارت سره د نړيوال بانک د پنځه ميليون ډالرو مرستې او د بلخ پوهنتون په چوکاټ کې د المان په مرسته د کانونو پوهنځي د جوړېدو خبر ورکړ.
د لوړو زده کړو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې ياد پنځه ميليونه ډالر به د پروګرام جوړولو، د لابراتورونو د سمبالښت برخې د پروژو ډيزاين، د نوي نصاب په چاپ او بهر ته د ماسټرۍ او دوکتورا زده کړو لپاره د استادانو په استولو ولګول شي.
په خبرپاڼه کې همدارانګه راغلي، چې المان ژمن دى څو له لوړو زده کړو وزارت او په ځانګړې توګه د بلخ له پوهنتون سره د کانونو پوهنځي په جوړولو کې مرسته وکړي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د مرستو دغه ژمنې تېره ورځ د لوړو زده کړو د وزير پوهاند عبيدالله عبيد او د نړيوالو بانک د استازي، همدارنګه د کانونو د وزير وحيدالله شهراني او د المان د تخنيکي او پراختيايي همکاريو د موسسې (جى اى زيد) او “دااد” موسسې له ستازو سره په ليدنه کې شوې دي.
په خبرپاڼه کې په دې اړه له جزياتو ورکولو پرته راغلي، چې په بلخ پوهنتون کې به د کانونو پوهنځي په جوړېدو سره ٥٠٠ محصلينو ته د کان پېژندنې او کانونو د را ايستلو زده کړې ورکړل شي.










