منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۳ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۲۱ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۷° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

کونړ کې د يوه قوماندان په ګډون اوه وسله وال وژل شوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۳۱ کتنې

اسعداباد (پژواک ٥ وږى ٩٢): چارواکي وايي، چې د کونړ په وټه پور ولسوالۍ کې د بې پيلوټه الوتکې بريد د يوه قوماندان په ګډون اوه وسله وال وژلي دي.

د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل د وږي په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په وژل شوو کې دوه عرب هم شامل دي.

د نوموړي په وينا، دغه بريد تېره شپه د وټه پور په څانګار سيمه کې ترسره شوى دى.

د امنيه قوماندان په خبره، په دغه بريد کې د سيمې خلکو ته کوم زيان نه دى رسېدلى.

تر دې مخکې هم د کونړ په بېلابېلو سيمو کې د بې پيلوټه الوتکو په بريدونو کې د دولت وسله وال مخالفين په نښه شوي دي.

وسله والو د پېښې په تړاو څه نه دي ويلي.