کابل (پژواک، ١١وږى ٩٢): د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي، بيت الله شريف ته يې د افغان حاجيانو د لېږد لپاره لازم چمتووالى نيولى او سږ کال به يو بل هوايي شرکت هم د حاجيانو په لېږد کې شامل شي.
ټاکل شوې، چې سږ کال ٢٤زره افغان حاجيان بيت الله شريف ته ولېږدول شي.
د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وياند ننګيالي قلاتوال، پژواک خبري اژانس ته وويل، ټاکل شوې سږ کال د څلورو زونونو زيارت کوونکي د کندهار، هرات، مزار شريف او کابل هوايي ډګرونو څخه د سعودي عربستان په لور واستول شي.
هغه زياته کړه: “بيت الله شريف ته مو د زيارت کوونکو د لېږد لپاره لازم چمتووالى نيولى، د دوى په لېږد کې به کومه تخنيکي ستونزه نه وي.”
قلاتوال زياته کړه، تېر کال افغان حاجيان د اريانا افغان دولتي او کام اير شخصي شرکتونو له خوا لېږدول کېدل، خو سږ کال پر دغو دوو شرکتونو سربېره د صافي خصوصي هوايي شرکت هم دغه چوپړ تر سره کوي.
د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وياند وايي، لس زره زيارت کوونکي به صافي هوايي شرکت، اووه زره اريانا او اووه زره نور کام اير هوايي شرکت ولېږدوي.
نوموړي زياته کړه، سږ کال د الوتکې د دوه طرفه ټکټ په بيه کې سل ډالر کمښت راغلى دى؛ پخوا دوه طرفه ټکټ ١٤١٩ ډالره وو، خو سږ کال ١٣١٩ ډالر ټاکل شوى دى.
قلاتوال زياته کړه، په تېرو کلونو کې به په ورځني ډول زر زيارت کوونکي سعودي عربستان ته لېږدول کېدل، خو ټاکل شوې، چې سږ کال دغه شمېره هم لوړه شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي، سږ کال يې افغان حاجيانو ته په ډېرو ټيټو بيو ښکلي او لوکس ځايونه چمتو کړي دي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزير محمد يوسف نيازى، څه وخت وړاندې ويلي و چې افغان حاجيانو به هر کال په سعودي کې د موټر په وسيله تګ راتګ کاوه، خو سږ کال يې ورته د ٢٥٠ ريال د رېل ټکټ اخيستى او ترڅنګ به ١٣٠ موټر په مکه مکرمه کې ٢٤ ساعته د دوى د کوټو مخکې د خدمت لپاره ولاړ وي. چې دغه اسانتيا په تېرو کلونو کې نه وه.
همدارنګه ياد وزارت سږ کال ٢٦ ودانۍ، چې لويې کوټې او ښه امکانات لري او ٢٤٠ اضافي چپرکټونه لري، حاجيانو ته نيولي دي.
له بلې خوا د بيت الله شريف د حج زيارت کوونکو په شمېره کې شپږ زره کسه کمښت راغلى دى. د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي، چې حج ته په لومړي قدم کې هغه کسان استول کېږي، چې په ١٣٩١ لمريز کال کې يې نوم ليکنه کړې ده.
تېر کال ٣٠ زره افغان حاجيان حج ته تللي وو .
دغه وزارت ويلي، چې د دې کمښت لامل د مسجدالحرام د ودانۍ او طواف سيمې رغول دي، چې سعودى عربستان ورته يو ميليارد ريال ځانګړي کړي دي.










