منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۲۶ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

شهادت اونيزه د “فشار” له امله بنده شوې

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۰۰ کتنې

کابل (پژواک ١٦ وږى ٩٢): په کابل کې د عبدالهادي ارغنديوال په مشرۍ د حزب اسلامي ګوند اړوند د شهادت اونيزه د ځينو “فشارونو” له امله بنده شوې ده.

دغه اونيزه د هرې چهارشنبې په ورځ له تېرو څو کلونو راهيسې په دوامداره توګه چاپېده او د کابل تر څنګ په يو شمېر ولايتونو کې يې هم لوستونکي درلودل.

تېره چهارشنبې دغه اونيزه چاپ نه شوه او پژواک داسې معلومات ترلاسه کړي، چې دغه خپرونه د حکومت له خوا د فشار له امله بنده شوې ده.

خو د حزب اسلامي د اجرائيه شورا يوه غړي انجنير خان محمد د وږي په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د شهادت اونيزه په خپله د ګوند د لزوم ديد له مخې بنده شوې ده.

هغه زياته کړه، چې پر دوى د حکومت يا نورو کړيو هېڅ ډول فشار نه و او ډېر ژر به يې بېرته خپرونې پيل شي.

د شهادت اونيزې مسوول مدير عبدالله کامه وال پژواک ته ومنله چې اونيزه يې له تېرې اونۍ راهيسې بنده شوې ده.

د نوموړي په وينا، دغه پرېکړه د حزب اجرائيه شورا کړې، خو دا چې ولې يې دا پرېکړه کړې، په دې اړه يې معلومات ورنه کړل.

کامه وال وويل، چې په نږدې راتلونکي کې به شهادت بېرته خپرونې پيل کړي.

خو حزب اسلامي ته يوې نږدې سرچينې پژواک اژانس ته وويل، چې په دې وروستيو کې په شهادت اونيزه کې د سعودي عربستان او ايران حکومتونو پر ضد يو شمېر ليکنې خپرې شوې وې.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، چې د دغو ليکنو تر خپرېدو وروسته د سعودي او ا يران سفارتونو ارګ ته شکايت کړى و او د همدغو شکايتونو په پايله کې ارګ د يوه څه وخت لپاره د شهادت اونيزې د بندولوغوښتنه کړې ده.

خو د ولسمشر وياند اېمل فيضي وايي چې دوى دا ډول کار نه دى کړى او نه هم د حکومت په وروستيو مياشتو کې به دا ډول کار وکړي.

هغه پژواک ته وويل چې حکومت د بيان ازادۍ ته احترام لري، په داسې حال کې چې په يو شمېر رسنيو کې د حکومت ترڅنګ ولسمشر ته هم بد رد ويل کېږي، خو حکومت تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دى ښودلى.

د نوموړي په وينا، د بيان دازادۍ د حکومت د تېرو لسو کلونو تر ټولو مهمه لاسته راوړنه ده.

فيضي وويل چې پردي هېوادونه دا حق نه لري چې پر يوه حکومت فشار راوړي څو يوه رسنۍ وتړل شي.

 خو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو سرپرست جلال نوراني د شهادت ورځپاڼې د نشراتو د بندېدو او د فشارونو په اړه بې خبري ښيي.

نوراني وايي، چې دغه وزارت که له يوې خوا رسنيو ته د فعاليت جواز ورکوي، له بلې خوا دا صلاحيت لري چې د تخطۍ په صورت کې د يوې رسنۍ نشرات بند کړي.

ده زياته کړه: “په هغو مواردو کې چې مذهبي يا قومي اختلافاتو ته لمن ووهل شي او د افغانستان اسلامي جمهوريت د پاليسۍ خلاف نشرات وکړي، هغه رسنۍ موږ بندوو.”

دى وايي، که يوه رسنۍ د نورو هېوادونو پر خلاف نشرات وکړي چې افغانستان ورسره دوستانه اړيکې لري، او دا نشرات جرمي ماهيت ولري، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کولى شي، د هغې رسنۍ فعاليت بند کړي.

ليکوال او د سياسي چارو کارپوه محمد حسن حقيار بيا وايي، چې د افغانستان حکومت په خپله له فشارونو او ګواښونو سره مخ دى او په دې وروستيو کې د ګاونډيانو لاسوهنې زياتې شوې دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې د همدې لاسوهنو له امله د حکومت په ځينو پرېکړو او تصميمونو کې بدلونونه رامنځته کېږي.

نوموړى وايي، چې د شهادت اونيزې د بيان د ازادۍ په چوکاټ کې ډېرې ښې خپرونې درلودې او د دې خپرونې بندول د بيان د ازادۍ خلاف کار دى.

حقيار زياته کړه، چې د بيان ازادي اوس په هېواد کې تش شعار پاتې شوى او په عمل کې حکومت ورته هېڅ درناوى نه لري.

هغه وويل، چې په ځينو رسنيو کې د افغان ملي مقدساتو، ملي شخصيتونو، مبارزينو او اقوامو ته سپکاوى کېږي، خو حکومت ورته هېڅ نه وايي.

د سياسي چارو بل کارپوه ډاکټر فيض محمد ځلاند وايي، چې حکومت بايد د نورو په فشارونو دا ډول اقدامات ونه کړي، بلکې په خپله رسنۍ وڅاري او که چېرې په کې د رسنيو د قانون خلاف کوم کار کېده، مخه يې ونيسي.

هغه پژواک ته وويل، چې د بيان ازادي او رسنيز فرض دواړه خپل چوکاټ لري؛ چې بايد په نظر کې ونيول شي.

د ډاکټر ځلاند په وينا، رسنۍ بايد د موثقو مراجعو پر اساس خپرونې ولري او رسنيز اخلاق هم مراعت کړي.

نوموړي ومنله، چې د حکومت دننه په کړيو کې د ايران، پاکستان او ځينو نورو هېوادونو لاسپوڅي شته، چې د هغوى په ګټه کار کوي.