کابل(پژواک ١٨ وږى ٩٢): د شهيد اونۍ په ترڅ کې د احمدشاه مسعود د وژل کېدو ١٢مه کليزه، د مسعود په څلورلارې کې د مقاومت پر څلي د ولسمشر د لومړي مرستيال او نورو دولتي چارواکو له خوا د ګلونو په اېښودل ونمانځل شوه.
احمدشاه معسود د جهاد د مهال نامتو قومندان و، چې د ١٣٨٠ لمريز کال د وږې په ١٨مه د تخار په خواجه بهاوالدين ولسوالۍ کې د دوو عرب ځانمرګو بريد کوونکو له خوا چې ځانونه يې خبريالان معرفي کړي وو، د مرکې په ترڅ کې د ٤٨ کلونو په عمر ووژل شو. دا په هېواد کې لومړى ځانمرګى بريد ګڼل کېږي.
د ګل اېښودلو مراسم نن سهار د ولسمشر د لومړي مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم له خوا په داسې حال کې ترسره شول، چې د دفاغ وزيربسم الله خان، د ولسي جرګي رييس عبدالرووف ابراهيمي او د مشرانو جرګې لومړي منشي محمدعلم ايزديار يې ملتيا کوله.
د پژواک خبريال د مراسمو له سيمې په خپل را پور کې وايي، چې ياد مراسم د کابل ښار په مسعود څلور لارې (عامه روغتيا) کې د مقاومت پر څلي جوړ شوي دي.
په دغو مراسمو کې، چې يو شمېر وزيرانو، د ملي شورا غړو او نورو دولتي چارواکو په کې ګډون کړى و، په لومړي سر کې ملي سرود وغږول شو، تشريفاتى ګارد په منظمو ليکو کې ولاړ و او برخه والو د شهيدانو اونۍ په ياد خپل درناوى ادا کړ.
نن په همدې مناسب عمومي رخصتي ده، چې په رسمي او نا رسمي بڼه د هېواد په بېلابېلو سيمو کې نمانځل کېږي.
سږ کال د ولسمشر حامد کرزي د حکم پر بنسټ يو کمېسيون هم د دې ورځې د نمانځلو لپاره ګومارل شوى دى.
په دغه کمېسيون کې دفاع وزارت او نور بنسټونه شامل دي او د احمدشاه مسعود بنسټ په همکارۍ يې ځانګړي پروګرامونه هم ترتيب کړي دي.
په پنجشير ولايت کې هم د احمدشاه مسعود په قبر سخت امنيتي تدابير نيول شوي او ګن امنيتي ځواکونه د دې ورځې د امنيت لپاره ګومارل شوي دي.









