مزارشريف (پژواک ١٨ وږى ٩٢): د بلخ ولايت له مرکز مزارشريف ښار څخه حج ته د تلونکو کسانو لومړۍ ډله جدې ته روانه شوه.
دغه ډله د کام اير هوايي شرکت الوتکه کې د وږي په ۱۸مه سهار ۷بجې د مزارشريف ښار د جلال الدين محمد بلخي له هوايي ډګر څخه د سعودي عربستان په لور وخوځېده.
د بلخ د حج او اوقافو رييس قاري حيات الله د وږي په ١٨مه په مولانا محمد بلخي هوايي ډګر کې خبريالانو ته وويل، چې سږ کال له هېواد څخه د حاجيانو لومړۍ الوتنه له مزارشريف ښار څخه وشوه.
نوموړي زياته کړه، په هرو دوو ورځو کې به درې الوتنې ولري او تر راتلونکو دوه ويشت ورځو به يې الوتنې بشپړې شي.
د هغه په وينا، د مزار له هوايي ډګر څخه د شمال زون د نهو ولايتونو ۶۷۰۹ کسان د حج لپاره سعودي عربستان ته ځي.
قاري حيات الله وويل، دوی هڅه کړې، چې د تېرو کلونو په پرتله حج ته د تلونکو لپاره هم په هېواد او هم په سعودي کې ښې اسانتياوې برابرې کړي.
نوموړي زياته کړه، چې د حج مراسمو ته نږدې د اوسېدو ځای نيول شوی، د ۵۰ کسانو لپاره يو معلم او د ۲۰۰ کسانو لپاره يو مدير ټاکل شوي دي، چې د حج مراسم په منظمه توګه ترسره کړای شي.
د هغه په وينا، د حاجيانو د استوګنې ځايونه پر څلورو زونونو وېشل شوي، چې د هر زون لپاره يو روغتيايي کلينيک هم په پام کې نيول شوی دی.
قاري حيات الله وويل، چې حج ته د تلونکو ټول لګښت د مزارشريف له هوايي ډګره بېرته تر همدغه ډګره پر دولت باندې دى.
د بلخ ولايت د بلخ ولسوالۍ اوسېدونکي محمد دين، چې په دې الوتنه کې د حج په موخه سعودي ته روان و، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تر دې دمه د دولت له کړو خدمتونو خوښ دی.
نوموړي زياته کړه، چې هر کال د حج په مراسمو کې حاجيانو له شته اسانتياوو شکايت کړی خو دی په تمه دی، چې سږ کال به د حج په مراسمو کې اسانتياوې د پام وړ وي.
د کام اير هوايي شرکت مسوول زمري کامګار وويل، چې دوی سږ کال له بلخ ولايت څخه د شمال زون ۶زره حاجيان جدې ته لېږدوي.
نوموړي زياته کړه، چې د حاجيانو د لېږد دغه لړۍ به په راتلونکو پنځلس ورځو کې بشپړه شي.









