جلال اباد- کابل (پژواک ١٨ وږى ٩٢): د ننګرهار په ګډون يو شمېر ولايتونو کې هم د ((شهيدانو اونۍ)) د بېلا بېلو غونډو په ترڅ کې ونمانځل شوه.
په دې اړه د جلال اباد د شاهي ماڼۍ په کرزي تالار کې غونډه جوړه شوې وه، چې په کې ګڼ شمېر خلکو او چارواکو برخه اخيستې وه.
د ننګرهار سرپست والي محمدحنيف ګرديوال پژواک اژانس ته وويل، چې د هېواد د نورو ولايتونو سربېره دوى په ننګرهار کې هم د شهيدانو اونۍ د يوې غوندې په ترڅ کې ونمانځله.
دى وايي، چې ياده غونډه يې د شهيدانو د نمانځې په موخه جوړه کړې تر څو درناوى يې وشي.
د ولسي جرګې غړى فريدون مومند وايي، چې په افغانستان کې يو نيم ميليونه وګړي شهيدان شوي مګر يواځې هاغه کسان يې ياديږي چې د کورنۍ خپلوان يې په واک کې وي.
دى وايي، چې د شهيدانو کورنۍ همدا اوس له فقر او غربت سره لاس او ګرېوان دي خو چا يې غم نه دى خوړلى.
د ختيځې سيمې د مجاهدينو شورا وياند ډاکتر خوشحال تسل پژواک اژانس ته وويل، چې ګڼ شمېر خلک د دې خاورې لپاره شهيدان شوي مګر دولت يې د کورنيو هېڅ غم نه خوري.
نوموړى وايي، چې د شهيدانو له کورنيو سره دې دولت مرسته وکړي او که چېرې مرسته ونه شي نو په راتلونکي کې به د وطن د قربانۍ روحيه کمزورې شي.
ډاکټر تسل وويل: ((که چېرې يواځې د يو څو کسانو نمانځه وشي او نور څوک ياد نه شي دا جفا ده، که قوماندان شهيد شوى او که عادي وګړى د دواړو درجه يوه ده.))
نور بي بي چې په تېرو جګړو کې يې زوى له لاسه ورکړى پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تر اوسه يې هېڅ چا هم غم نه دى خوړلى او د غربت ورځې شپې تېروي.
نوموړې وايي، چې دولت يواځې په نوم د شهيدانو ورځ نمانځي او نور د شهيدانو د کورنيو غم نه خوري.
دې وويل: ((زه د شهيد مور يم خو څه وکړم، هېڅ نه لرم.))
دغه راز په بلخ ، سمنګان، پنجشېر، اروزګان او يو شمېر نورو ولايتونو کې هم نن دا ورځ ونمانځل شوه.









