منځپانګې ته تلل
جمعه ۲۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۲۶ غ.م
۵°نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی

د کرنيزو محصولاتو نندارتون پرانيستل شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۴ کتنې

کابل (پژواک ٢٠ وږى ٩٢): په کابل کې د کرنيزو محصولاتو درى ورځنى نندارتون، چې د افغانستان د صادراتو لپاره جوړ شوى نښان هم په کې وښودل شو، پرانيستل شو.

د افغانستان د صادراتو د پراختيا ادارې مشرې نجلا حبيب يار “د کرنيزو محصولاتو لپاره د هيلي نندارتون” د پرانيستې په مراسمو کې وويل، چې له دغه نندارتون څخه موخه د افغاني توليداتو په ځانګړې توګه د تازه مېوو لا ډېر معرفي کول دي.

د هغې په خبره، په نندارتون کې د افغاني صادراتو لپاره نوى جوړ شوى نښان هم معرفي شو، چې له دې وروسته به پر ټولو صادرېدونکو توکو همدغه نښان وهل کېږي.

دې زياته کړه: “پخوا مو دا ډول نښان نه درلود، نو هر هېواد به افغاني توليدات په خپل نوم صادرول، خو له دې وروسته به د همدې نښان له مخې افغاني صادرات کېږي.”

هغه وايي، په ياد نندارتون کې د بېلابېلو سوداګرو له لوري په ١٢ غرفو کې د تازه مېوو نمونې اېښودل شوې دي.

نوموړې له ټولو هېوادوالو وغوښتل، چې د هېواد د اقتصاد د پياوړتيا په موخه د بهرنيو مېوو پر ځاى داخلي مېوې وپېري.

د هغې په وينا، دغه نندارتون ته د يو شمېر هېوادونو سفيران هم غوښتل شوي، څو په راتلونکي کې د هغوى په هېوادونو کې هم افغاني توليدات نندارې ته وړاندې کړي.

د سوداګرۍ او صنايعو وزارت سوداګريز مرستيال د افغانستان د توليداتو لپاره د لوګو جوړېدل مهم وبلل او زياته يې کړه، هر هېواد د خپلو صادراتو د اعتبار پيدا کولو لپاره ټاکلى نښان لري.

د سوداګرۍ خونو مرستيال يونس مومند په دغو مراسمو کې وويل، سږ کال د افغانستان په صادراتو کې ٤٠سلنه زياتوالى راغلى دى.

نوموړي د صادراتو د زياتوالي لاملونه د سوداګرۍ وزارت زياته همکاري، د مراحلو اسانوالى، د پاکستان له لارې د تازه مېوو په لېږد کې تر اوسه پورې د ستونزې نه پېښېدل، په ګوته کړل.

خو ده له حکومته د سړو خونو او لابراتوارونو د زياتولو او پاملرنې غوښتنه وکړه.