منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۲۷ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

په امريکا کې د سپټمبر د ١١مې د قربانيانو تلين نمانځل کېږي

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۸ کتنې

کابل (پژواک ٢٠ وږى ٩٢): نن د سپټمبر يوولسمه ده، چې د امريکا په نيويارک کې پر نړيوال سوداګريز مرکز باندې د القاعده له خوا د بريدونو له ورځې سره سمون خوري.

القاعده د ٢٠٠١ کال د سپټمبر په يوولسمه د مسافر وړونکو دوه الوتکې له ياد سوداګريز مرکز سره وجنګولې، چې په پايله کې يې له دريو زرو څخه ډېر کسان ووژل شول او سلګونه نور ټپيان شول.

په ورته وخت کې، دغه ډول يو بل بريد پر پينټاګون (د امريکا د دفاع وزارت پر ودانۍ) هم ترسره شو.

د امريکا پخواني ولسمشر جورج بوش له دې تاريخي پېښې وروسته د تروريزم پر وړاندې جګړه پيل کړه او د القاعده مشر اسامه بن لادن يې، چې په افغانستان کې يې د طالبانو حکومت ملاتړ له ځانه سره درلود، د دې پېښې اصلي لامل وباله او له هغه وروسته يې پر افغانستان بريد وکړ او په پايله کې يې د طالبانو رژيم رانسکور کړ.

پر امريکا د ٢٠٠١ کال د سپټمبر د ١١ مې له بريد وروسته، د امريکا په مشرۍ ګډو ځواکونو د هماغه کال د اکتوبر په مياشت کې په افغانستان کې د طالبانو او القاعدې پر ضد جګړه پيل کړه.

په دې يوولس کلنه جګړه کې د لسګونو زرو افغانانو د وژلو تر څنګ زرګونو بهرنيو سرتېرو ته هم مرګ ژوبله ا وښتې ده.

د امريکا تر رهبرۍ لاندې ناټو ځواکونه شاوخوا لس کاله د اسامه بن لادن په لټه کې وو، خو په پايله کې نوموړى د ١٣٩٠ کال په غويي مياشت کې د پاکستان په ايبټ اباد ښار کې د امريکايي ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې ووژل شو او امريکا د هغه وژل کېدل، القاعده شبکې ته يو لوى ګوزار وباله.

ټاکل شوې د يادې پېښې د قربانيانو کورنۍ نن يو ځل بيا د تېرو کلونو په څېر د نيويارک په ړنګو شوو برجونو کې سره راټولې شي او د شمعو په روښانولو او د ګلانو په اېښودو سره له خپلو خپلوانو يادونه وکړي.

د ويلو ده، چې له هغه مهال تر اوسه د دې تر څنګ چې په افغانستان کې زرګونه ملکي وګړي او د دولت وسله وال مخالفين وژل شوي، د تېرو يوولسو کلونو په ترڅ کې ٣٣٧٢ بهرني سرتېري هم په هېواد کې وژل شوي، چې له دې ډلې ٢٢٧١ امريکايان، ٤٤٤ برېتانويان او ٦٥٧ نور يې د بېلابېلو بهرنيو هېوادونو سرتېري دي.

د ځينو خپرو شوو راپورونو له مخې، د ٢٠١٣ کال له لومړيو تر دې مهاله ١٢٣ بهرني سرتېري وژل شوي، چې له دې ډلې ٩٧ يې امريکايان دي.

د يادولو ده، دغه ټول ځواکونه د ناټو تر مشرۍ لاندې د ايساف په چوکاټ کې فعاليت کوي او د ايساف په چوکاټ کې د پنځوسو هېوادونو شاوخوا سل زره پوځيان په افغانستان کې مېشت دي، چې ٦٨ زره يې يوازې امريکايان دي.