ترينکوټ (پژواک ٢٥ وږى ٩٢): د اروزګان په مرکز ترينکوټ کې د ملالۍ لېسې ښوونکي شکايت کوي، چې له تېرو نهو مياشتو يې معاشونه نه دې ورکړل شوي.
د دې لېسې د لومړي ټولګي ښوونکې کاملې پژواک خبري اژانس ته وويل، ټولو ښوونکو معاش نه دى اخيستى او له همدې امله له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
د نوموړې په وينا، که څه هم دغه تنخوا په پوره ډول د دوی اړتياوې نه پوره کوي، خو ځنډول يې د دې سبب شوى، چې دوى له بازاره سودا په پور واخلي .
د ياد ښوونځي يوه بله ښوونکې انيسه بيا وايي، چارواکو يې ستونزو ته پاملرنه نه ده کړې او نه يې کومه مرسته کړې ده.
د نوموړې په وينا، څو وارې له ښوونکو سره د يوې نومرې ځمکې ژمنه وشوه، خو تر دې مهاله په دې اړه عملي ګام نه دى اخيستل شوى.
ا وسمهال په ترينکوټ کې ١١ ښوونځي دي، چې ملالۍ يې د نجونو يواځېنۍ لېسه ده، په دې لېسه کې ٦٤٠ نجونې زده کړه کوي او ١٥ تنه ښوونکي لري.
د ملالۍ لېسې مدير رباني خان هم دا مني، چې ښوونکو يې د څو مياشتو معاشونه نه دي اخيستي او ډېرى يې قراردادي ښوونکي دي، چې معاشونه يې ځنډېدلي دي.
مدير زياتوي، د دې مياشتې استحقاقونه يې جوړ کړي تر څو په بېړني ډول دغه معاشونه ترلاسه کړي.
د اروزګان د ولايتي شورا رييس امان الله هوتکي هم وايي، چې ده ته هم د يادې لېسې د ښوونکو له لوري شکايت رسېدلی او په دې اړه يې له اړوند ادارو سره ستونزه ياده کړې ده.
د ده په خبره، له چارواکو يې غوښتي د ملالۍ لېسې له ښوونکو سره نورې مرستې هم وکړې ځکه په اروزګان کې ښوونځيو ته د ښځينه ښوونکو تګ ستره ستونزه ده.
د ښوونځيو نارينه ښوونکي هم د معاش د پر وخت نه رسېدو ستونزه يادوي، خو وايي معاش يې دومره زيات نه ځنډېږي، لکه د ښځينه ښوونکو.
په ترينکوټ کې يو ښوونکى، چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي وايي، چې معاشونه يې درې څلور مياشتې ځنډېږي.
سرچينه وايي، چې چارواکي دې يادې ستونزې ته پاملرنه وکړي او د ښوونکو حقونه دې پر خپل وخت ورته رسوي.
د اروزګان د معارف رييس حبيب الرحمن هم ستونزه مني او زياتوي، چې د ملالۍ لېسې د ښوونکو معاشونه ځنډېدلي، خو په دې اړه يې کار پيل کړى او ډېر ژر به يې معاشونه ورکړي.
هغه زياتوي، په راتلونکي کې به د دې ستونزې د مخنيوي لپاره جدي هڅې وکړي.
د اروزګان د والي وياند عبدالله همت هم ښوونکو ته په ځنډ د معاش ورکړه تاييدوي، خو وايي چې ستونزه د پوهنې رياست او وزارت تر منځ ده او بايد د حل لاره ورته پيدا کړي.










