کابل (پژواک ٣٠ وږى ٩٢): په کابل کې د هېواد د سياسي او فرهنګي شخصيت عبدالرحمن پژواک د زوکړې دسلم کال يادغونډه جوړه شوه.
استاد عبدالرحمن پژواک د ننګرهار ولايت د سره رود ولسوالۍ په باغباني کلي کې نړۍ ته سترګې وغړولې او په ١٣٧٤ لمريز کال کې يې په پېښور کې له دې فاني دنيا سترګې پټې کړې او په خپل کلي کې خاورو ته وسپارل شو.
استاد عبدالرحمن پژواک د اصلاح ورځپاڼې د مسوول مدير، د باختر اژانس مشر، د پښتو ټولنې د مشر او د ډېرې مودې لپاره په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دايمي سفير، د ملګرو ملتونو سازمان پر منشور د بيا کتنې کمېسيون مشر، د بشر حقونو کمېسيون مشر، د عمومي مجمع مشر او د ناميبيا لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې اسامبلې د رييس په توګه کارونه ترسره کړي دي.
دغه راز نوموړي، د ملګرو ملتونو سازمان تر اغېز لاندې سازمانونو کې، لکه يونسکو، بشر حقونو، د بشر حقونو له اعلاميې سره يوځاى کېدل او د نړيوال ډګر په ناپېيلي بنسټ کې د شاملو هېوادونو د رول په خوځښت کې د افغانستان د غړيتوب لپاره ډېرې هلې ځلې کړې دي.
د نوموړي ډېر کتابونه او ژباړې هم خپرې شوي، چې د بلخ مېرمن، د ناهيد د ژوند حماسه، فکري ګلونه، د خلکو افسانې، يوه مېرمن، اواره، غرنيز ګلان او دغه راز د ټاګور د شعرونو ژباړه، ناشکن الماس او لسګونه نور اثرونه يې د يادولو دي.
د بهرنيو چارو وزير ډاکټر زلمي رسول د عبدالرحمن پژواک د زوکړې د کليزې په غونډه کې د هغه د شخصيت او کارنامو په اړه خبرې وکړې او پژواک يې د هېواد يواځينى پياوړى او غوره شخصيت وباله او ويې ويل، پژواک د مطبوعاتو د ازادۍ په برخه کې نه ستړي کېدونکي خدمتونه کړي دي.
نوموړي وويل، عبدالرحمن پژواک د افغانستان د نړيوالو اړيکو په پراختيا کې ډېرې هلې ځلې او نه هېرېدونکې هڅې کړې دي.
د هغه په وينا، پژواک د ظاهرشاه په واکمنۍ کې د افغانستان په پرمختګ، ټولنيزو، سياسي او اقتصادي برخو کې ډېرې لاسته راوړنې او فعاليتونه کړي دي.
نوموړي له ځوانانو وغوښتل، چې د عبدالرحمن پژواک په څېر د هېواد په پرمختګ او فرهنګ کې هڅه وکړي.
په دې غونډه کې د هېواد د ولسمشر حامد کرزي پيغام هم ولوستل شو.
په پيغام کې راغلي، چې عبدالرحمن پژواک د هېواد د فرهنګ په غوړولو کې ډېر خدمتونه کړي دي.
کرزي، عبدالرحمن پژواک يو بريالى شاعر او ليکوال بللى او ويلي، چې پژواک خپل ټول کارونه په ډېر صداقت او ديندارۍ پر مخ وړي دي.










