کابل (پژواک ٣١ وږى ٩٢) : د اطلاعاتو او کولتور وزارت د هېواد د خپلواکۍ د (٩٤ ) کاليزې په وياړ د کتاب سيالۍ د بېلابېلوهنرونو په برخه کې ٨٩ تنو ته ستاينليکونه او نقدي جايزې ورکړې .
د اطلاعاتو اوکولتور وزارت د معلوماتو په اساس ، په دې سيالۍ کې د بېلابېلو هنرونو په برخه کې ١١٣ اثار وړاندې شوي وو، چې له دې جملې څخه ٨٩ اثار د ګومارل شوي ځانګړي کمېسيون له خوا د جايزې وړ وپېژندل شول .
په دې اړه د وږي په ٣١مه، په اطلاعاتو او کولتور وزارت کې په جوړې شوې غونډه کې د ياد وزارت وزير سيد مخدم رهين وويل ، په داسې حالاتو کې چې په دغه ډول سيالۍ کې دغه ستاسو ګډون او جرئت خپله د کاميابۍ خبره ده .
هغه زياته کړه ، په هر ټولنه کې چې هنر وده کوي او هنر ته پاملرنه کيږي ، هغه ټولنه په خپله د ودې او پرمختګ پر لور ځي .
د نوموړي په وينا، تېرو جګړو د نورو ويجاړيو ترڅنګ فرهنګ او هنرمند ته هم سخت زيان اړولى ، چې اوس د خداى په فضل بېرته د پاملرنې وړ ګرځېدلى او دودې په حال کې دى، چې په تېرو ١١کلونو کې په دې برخه کې ښې لاسته راړونې لرو.
ددغه وزارت مرستيال سيد مصدق خليلي وويل ، چې دغه ډول ستاينې د ليکوالو او نورو بېلابېلو هنرمندانو د لا هڅونې وړ ګرځي .
په دغه سيالۍ کې د پژواک خبري اژانس د درې ژورنالېستانو هر يوه محمد اصف احمدزي ، ګل رحمن رحماني او محمد حکيم بشارت کتابونه هم سيالۍ ته وړاندې شوي و ، چې د درې واړو کتابونه د جايزې مستحق او نن يې دغه جايزه ترلاسه کړه .
ددغې سيالۍ يوتن ګټونکي او د عدليې وزارت د اداري او مالي چارو رييس عبدالحليم همت پژواک اژانس ته وويل ، چې دغه ډول ستاينه په ليکوال کې د ليکلو قوت زياتوي او نورو څېړنو او ليکلو ته يې هڅوي .
د طلاعاتو او کولتور وزارت د معلوماتو په اساس ، سږکال دغه جايزې له کابل پرته د يو شمېر ولايتونو ليکوالو او شاعرانو ته ورکړل شوې .
دغه جايزې په بېلابېلو اتو برخو کې ، لکه شعر ، طنز، لنډې کيسې ، څېړنې ، سينما ، عکاسۍ او د يو شمېر نورو هنرونو په برخه کې ور کړل شوې .
د يادونې ده ، چې دغه ډول جايزې هر کال د ياد وزارت له خوا يو شمېر کسانو ته ورکول کيږي .









