ژبه

کابل (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ٩٢): د ناټو په مشرۍ نړيوالو سوله ساتو ځواکونو (ايساف)  د خپلو دوو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړ.

په کابل کې د ايساف ځواکونو د مطبوعاتي دفتر له خوا د تلې په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه سرتېري يې پرون د افغانستان په ختيځ کې د ماين په يوه چاودنه کې وژل شوي دي.

خو سرچينې د پېښې کره ځاى او د وژل شوو سرتېرو هويت نه دى په ډاګه کړى.

بايد وويل شي چې د افغانستان په ختيځ کې د ايساف امريکايي سرتېري مېشت دي.

دوه ورځې مخکې هم په پکتيا ولايت کې د يوه داخلي بريد په ترڅ کې درې امريکايي سرتېري وژل شوي وو.

د يادو دوو سرتېرو په وژل کېدو سره په روان زېږديز کال کې د وژل شوو بهرنيو سرتېرو شمېر ١٣١ تنو ته  ورسېد، چې ١٠٥ يې امريکايي دي.