کندوز-ميمنه (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ٩٢): د کندوز ولايت د چهاردرې ولسوالۍ د ملي امنيت مدير په يوه وسله وال بريد کې ووژل شو.
د چهاردرې امنيه قوماندان سمونوال غلام محى الدين پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د چهاردرې ولسوالۍ د ملي امنيت مدير غلام حسين نن سهار اوه بجې د کندوز ښار د پل زاخېل په سيمه کې د وسله والو مخالفينو په يوه کمين کې ووژل شو.
هغه زياته کړه، چې د ملي امنيت مدير پر موټرسايکل له خپل کور څخه د ولسوالۍ پر لور روان و، چې تر بريد لاندې راغى.
د امنيه قوماندان په وينا، بريد کوونکي په تېښته بريالي شوي او دوى يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.
وسله وال طالبان ددې بريد مسووليت پر غاړه اخستي.
دا په داسې حا ل کې ده، چې تېره اونۍ په دغه ولايت کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د ځايي دفتر مشر انجنير امان الله امان هم په ورته بريد کې وژل شوى و.
د يو بل خبر له مخې، د فارياب په کوهستان ولسوالۍ کې د غير قانوني وسله والو ډلو ترمنځ نښته شوې ده.
د کوهستان ولسوال امام يار تقوا پژواک اژانس ته وويل، چې دغه نښته نن سهار پيل شوې چې په ترڅ کې يې يو تن وژل شوى او يو بل ټپي دى.
هغه زياته کړه، چې دا نښته د کورنۍ شخړې له امله رامنځته شوې او دواړه لوري پر يوه بل د درنو او سپکو وسلو ډزې کوي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن