منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۲۹ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

سبا په کابل کې د اسلامي نړۍ د عالمانو کنفرانس جوړېږي

· ۱ دقیقه لوستل · ۶۱ کتنې

کابل (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ٩٢): ټاکل شوې سبا د “اسلام او سولې” تر سرليک لاندې د عالمانو يو ورځنی نړيوال اسلامي کنفرانس په کابل کې جوړ شي.

دا څرګندونې د افغانستان د سولې شورا وياند مولوي شهزاده شاهد پژواک خبري اژانس ته وکړې.

ده وويل، دا ناسته چې  د افغانستان د عالمانو شورا او سولې عالي شورا په نوښت په لاره اچول شوې، د هر هېواد استازى به د اسلام له نظره د سولې پر اهميت او ارزښت خبرې وکړي.

ده زياته کړه، همدارنګه به د سيمې د ستونزو او په افغانستان کې د سولې او تلپاتي ثبات د راوستو په اړه هم بحث وشي.

د شاهد د معلوماتو له مخې، په دې نړيواله يوه ورځنۍ غونډه کې به د اسلامي نړۍ، لکه پاکستان، ايران، هند، اندونيزيا، ماليزيا، مصر، ترکيې او سعودي عربستان ډېرى استازي او عالمان ګډون وکړي.

د هغه په وينا، د غونډې مشري به د افغانستان د عالمانو شورا مشر مولوي قيام الدين کشاف او پرانيستونکې وينا به د سولې عالي شورا مشر صلاح الدين رباني کوي.

نوموړى وايي، غونډه به د سهار په نهو بجو پيل او مازديګر پنځه بجې به پاى ته ورسېږي.