جلال اباد (پژواک ٤ تله ٩٢): په جلال اباد ښار کې سلګونو کسانو د هغو پنځه زره کسانو په غايبانه جنازه او فاتحه کې ګډون وکړ، چې د کمونيستي رژيم له خوا وژل شوي او نوملړ يې تېره اونۍ خپور شوى دى.
ياد نوملړ تېره چهارشنبې د هالنډ د لويې څارنوالۍ له خوا خپور شو.
د راپور له مخې، ياد پنځه زره تنه په افغانستان کې د شوروي پلوه “خلق ګوند” د واکمنۍ پر مهال په ١٣٥٧ او ١٣٥٨ کلونو کې نيول شوي او بيا وژل شوي دي.
په جلال اباد ښار کې د دغو کسانو د غايبانه لمونځ او فاتحې په مراسمو کې د ننګرهار ولايت د بېلابېلو جهادي ګوندونو استازو، د پوهنتون استادانو، محصلينو، ديني عالمانو او قومي مشرانو ګډون درلود.
د مراسمو ګډونوالو له افغان دولت او نړيوالې ټولنې د کمونيستي رژيم د ټولو چارواکو د ژرتر ژره محاکمه کېدو غوښتنه وکړه.
په دغو مراسمو کې د حزب اسلامي، جمعيت اسلامي، اقتداراسلامي، افغان ملت، محاذ ملي، جمعيت اصلاح او يو شمېر نورو سياسي او مدني بهيرونو استازو ګډون درلود.
د دغو وژل شوو کسانو خپلوان وايي، چې دولت او نړيواله ټولنه بايد په افغانستان کې د کمونيستي رژيم هېڅ يو مامور بې سزا پرې نه ږدي.
د ننګرهار ولايتي شورا غړى ډاکټر عبدالقهار لودين چې مشر ورور يې په همدغه پنځه زره کسيز لېست کې شامل دى وايي، چې د دغه لېست تر خپرېدو د خپل ورور له برخليکه خبر نه و.
د ننګرهار د روداتو ولسوالۍ اوسېدونکى عبدالاحد عطيش چې مشر ورور يې د وخت د خاد ادارې له خوا وژل شوى پژواک ته وويل: ((لومړى مې ورور له کوره په ناڅرګند لوري بوتلل شو، څو مياشتې وروسته خبر شو چې په څرخي پله زندان کې بندي دى، په لومړي وار ليدو کتو سره مې ورور له موږه خداى په اماني واخيسته او مور ته يې وويل، چې وروسته له دې تاسې ما نه شئ ليدلى.))
د هغه په وينا، تر هغې وروسته يې له ورور سره هېڅ ډول اړيکې نه وې او نه يې له برخليکه خبر و، اوس چې دغه لېست خپور شو، دوى يې له مړينې خبر شول.
د بهسودو ولسوالۍ ديني عالم شيخ الحديث مولوي شايق احمد هميم چې پلار يې (مولوى محمدابراهيم هميم) د کمونيستي استخباراتو د ظلم له امله له لاسه ورکړى وايي، چې د پلار د وژل کېدو درد يې يو ځل بيا تازه شو خو کمونيستي دولت او د هغه پلويان به هېڅکله ونه بښي.
هغه له دولته د دغه رژيم د ټولو کسانو د محاکمه کېدو غوښتنه وکړه.
د دغو پنځو زرو کسانو غايبانه جنازه د غرمې پر يوولس بجې په جلال آباد ښار کې د حزب اسلامي په سيمه ييز دفتر کې ترسره شوه.










