منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۲۹ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

حج ته د تلونکو لړۍ به تر يوې بلې اونۍ بشپړه شي

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۹ کتنې

کابل (پژواک ٤ تله ٩٢): د حج د فريضې د ادا کولو په موخه تر ننه له هېواده شاوخوا ١٦ زره تنه سعودي عربستان ته رسېدلي او دغه لړۍ به تر راتلونکې اونۍ پورې بشپړه شي.

دغه څرګندونې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت اداري مرستيال داعي الحق عابد پژواک خبري اژانس ته په خپلو خبرو کې وکړې.

ټاکل شوې سږ کال د حج فريضې د ادا کولو په موخه له افغانستان څخه ٢٥ زره کسان سعودي عربستان ته ولاړ شي.

عابد وويل، چې د لېږد لړۍ دوام لري او ټاکل شوې پاتې ٣٥ سلنه نور بيت الله شريف ته تلونکي زيارت کوونکي به د تلې تر ١١ مې سعودي ته ولاړ شي.

نوموړي زياته کړه، چې تر دې مهاله ياد بهير په ښه توګه او له کومو ستونزو پرته پر مخ تللى او سعودي عربستان ته تلونکي مسافرين تر اوسه له هېڅ ډول ستونزو سره نه دي مخ شوي او دغه راز د اوسېدو په ځاى کې له ټولو شته امکاناتو او ترانسپورټ څخه خوښ دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال بيت الله شريف ته تلونکو حاجيانو د حج په پروسې کې د نظم نه شتون او د کابل په عيدګاه جومات کې له کوم دليل پرته د شپو تېرول له عمده ستونزو بلل او ويل يې، چې د ويزې په صدور او د لېږد په پروسه کې د ځنډ له امله له يوې اونۍ څخه يې زيات ستونزې ګاللې دي.