کابل (پژواک،٩ تله ٩٢):د کورنيو چارو وزارت اعلان وکړ، چې ٢٣ زره لوستي پوليس لري؛ خو لا هم ٧٣ زره نور پوليس د سواد له نعمت څخه محروم دي.
د ملي پوليسو د سواد زده کړې پروګرام لومړى پړاو په ٢٠١١ زيږديز کال کې پيل او ددغه وزارت پر وينا، تر اوسه پورې له ٢٣ زرو زيات پوليس لوستي شوي دي.
ددغه پروګرام دويمه لړۍ نن دکورنيو چارو وزارت او چاپان تر منځ د يوه هوکړه ليک په لاسليکولو سره پيل شوه او ټاکل شوې، چې تر ٢٠١٥ کال پورې به ادامه ولري.
خو د کورنيو چارو وزارت ارشد مرستيال لوى پاسوال محمد ايوب سالنګي ددغه هوکړه ليک د لاسليک پر مهال ددې پروګرام موخه د پوليسو پر وړاندې د خلکو د اعتماد جذب، مسووليت منل، بې پرې والى، صداقت او له خلکو سره د دوستۍ پياوړتيا وبلله .
هغه وويل:((پوليس هغه وخت د خلکو د باور وړ ګرځي، چې لوستي او د قانون مطابق عمل وکړي.))
د کورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال زياته کړه:(( زموږ پوليس ورځ تر ورځې له کميت نه د کيفيت خواته ځي، موږ د پوليسو د مسلکي کولو د چمتو والي په پړاوو کې يو .))
اوسمهال د ملي پوليسو شمېره ١٥٧ تنو ته رسېږي.
د پوليسو د ښوونې او روزنې قوماندان محمدمعشوق سيلاب وويل، چې لاهم له ٧٣ زرو زيات پوليس نا لوستې ، خو تر ٢٠١٥ زېږديزکال پورې به لوستي شي.
په کابل کې د جاپان سفارت شارژدافير مايو مايده د پوليسو د روزنې پروګرام د راتلونکو ټاکنو او خلکو د امنيت لپاره ګټور وباله او ويې ويل، چې هېواد يې له ٢٠٠١ کال نه تر اوس پورې له افغانستان سره ٩٠٠ ميليونه امريکايي ډالر مرسته کړې ده .










