ښرنه (پژواک ١٠ تله ٩٢): د پکتيکا په سرحدي ولسوالۍ شکين کې په اې اېم منځنيو څپو د پکتين غږ راډيو وسايل د ښرنې په ښار ليلام شوي دي.
د دې راډيو پخواني مسوول مدير حاجي سليمان فيصل پژواک اژانس ته وويل، چې د پکتين غږ راډيو وسايل بايد د امنيتي مسووليت د لېږد پر مهال افغان لوري ته سپارل شوي واى.
نوموړي زياته کړه، دې راډيو خورا ارزښتمن تخنيکي وسايل لرل، چې ټوليز لګښت يې تر ٣٠٠ زره امريکايي ډالرو پورې رسېده.
د فيصل په وينا، په ياو وسايلو کې د اې، اېم پنځه کيلوواټه ترانسمېتر، ټيونينګ يونټ، ډيسټينګ يونټ،۲۶ کمپيوټرونه، د سټلايټ ريسورې، فرنېچر، د دفتر او نور تخنيکي وسايل شامل دي.
د ارګون ولسوالۍ اوسېدونکي مجاهد وزير زوی پژواک خبري اژانس ته وويل، چې افغان چارواکو بايد د امنيتي مسووليت د اخيستو پر مهال دغه راډيو تسليم کړې واى.
د ده په خبره، په پکتيکا کې په منځنيو څپو خپرېدونکې يوازېنۍ راډيو پکتين غږ وه، چې د افغانستان او نړۍ له حالاتو يې خبرولو.
نوموړی زياتوي، د دې راډيو وسايل او دستګاه يې په خپلو سترګو ليدلي، چې په ښرنه کې پلورل شوي دي.
د پکتيکا د اطلاعاتو او فرهنګ رييس بشير محمدي وايي، د ولسمشر د فرمان مطابق کله چې بهرني ځواکونه له افغانستانه وځي هغه وسايل چې دلته په افغانستان کې يې پرېږدي د افغان حکومت ملکيت دی.
نوموړی زياتوي: ((موږ د پکتين غږ راډيو تر تړل کېدو وروسته هڅه وکړه چې ټول ماشينونه يې له بهرنيو ځواکونو افغان حکومت ته ولېږدوو، خو په هغه وخت کې ويل کېدل چې ټول وسايل يې د بهرنيانو له خوا پلورل شوي.))
د محمدي په خبره، اوس معلومه شوه چې د پکتين غږ راډيو ټول وسايل کباړ او ليلام شوي دي.
د ده په خبره، د ولايتي ادارې له لارې به له بهرنيو ځواکونو سره اړيکه ونيسي، تر څو د دې راډيو وسايل بېرته ترلاسه کړي.
پکتين غږ راډيو د ۲۰۰۵زېږديز کال د ډسمبر په ۱۶مه د پکتيکا په شکين ولسوالۍ کې په رسمي ډول په خپرونو پيل وکړ.
دغه راډيو د پکتيکا د هغه وخت د والي ګلاب منګل په غوښتنه د نړيوالو ځواکونو له لوري په ياده ولسوالۍ کې د نړيوالو ځواکونو په پوځي مرکز کې جوړه شوې وه.
دغه راډيو د ډيورنډ په دواړو غاړو کې په سلګونو زره اورېدنکي د خپرونو له لارې خپل کړي وو خو د تخنيکي ستونزو له امله د روان ۲۰۱۳ زېږديز کال د اپرېل په مياشت کې له فعاليته ولوېده.
تر اوسه نه ده معلومه شوې، چې د دې راډيو ياد وسايل چا او د څه لپاره ليلام کړي دي.










