منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۳۰ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د حج فريضې د ادا کولو په موخه تللي افغانان له بېلابېلو ستونزو شکايت کوي

· ۴ دقیقې لوستل · ۵۶ کتنې

کابل ( پژواک ١١ تله ٩٢ ) : سعودي عربستان ته د حج فريضې د ادا کولو په موخه تللي افغانان د اسانتياوو د نشتوالي او له بېلابېلو ستونزو څخه شکايت کوي.

دوى وايي، که يې د ستونزو د هواري هڅې ونه شي، نو دوى به په مکه مکرمه کې پر لاريونونو لاس پورې کړي.

  د کندوز ولايت يو تن اوسېدونکى علي رحمان، چې د حج فريضې ادا کولو په موخه مکې مکرمې ته تللى، د تلې په ١١مه، د ټېلېفون په ليکه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په ٣٠ نمبر تعمير (عماره) کې مېشت شوي دي.

هغه زياته کړه، چې د دوى د خپلوانو اته تنه ښځې او نارينه يې په يوه خونه کې ځاى پر ځاى کړي، چې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

دى وايي: ((که څه هم موږ خپلوان يو، خو ښځې د نرانو پر وړاندې خوب نه شي کولى او نه جامې بدلولى شي.))

د نوموړي په وينا، د دې تعمير  لفټ ډېرى مهال خراب وي او پرون هم په کې دوه ځلې ښځې او نارينه د څو ساعتونو لپاره بند پاتې شوي وو.

له کابل ولايت څخه تللى نسيم الله دانش هم له بېلابېلو ستونزو شکايت کوي او زياتوي، که ستونزو ته يې د هواري لاره پيدا نه شوه، نو دوى به پر لاريونونو لاس پورې کړي.

هغه پژواک اژانس ته وويل: ((هغه اسانتياوې چې يو عادي انسان يې بايد ولري، هم سږ کال افغاني زايرينو ته نه دي ورکړل شوي.))

دى وايي، په کومه عماره کې چې دوى اوسېږي، په تشنابونو کې يې اوبه نه وي او خلک له بل ځاى څخه د اودس لپاره اوبه راوړي.

دانش زياته کړه: ((په دې عماره کې د اوبو د نشتوالي له امله د لسګونو کسانو د جمعې لمونځ پاتې شو.))

نوموړي دا هم وويل، چې په يوه خونه کې اووه کسان اوسېږي، په داسې حال کې چې دا خونه د څلورو کسانو لپاره جوړه شوې ده.

د نسيم الله دانش په وينا، په خونو کې چې کوم چپرکټونه موجود دي، وضعيت يې ډېر خراب دى او خلک په کې سم خوب نه شي کولى.

د پکتيا ولايت د سيد کرم ولسوالۍ يو تن افغان زاير وحيدالله وايي، چې د دوى عماره له حرم شريف څخه اته کيلومتره لرې او د حاجيانو بسونه ورته په وخت نه راځي.

هغه زياته کړه، چې ډېرى مهال په حرم شريف کې د جماعت لمانځه لپاره په وخت نه شي رسېدلى.

دى وايي: ((زموږ ښوونکي يا لارښود فارسي ژبي دي، موږ ورسره په ژبه کې هم ستونزې لرو، هغوى زموږ په خبره نه پوهيږي او موږ د هغوى.))

له ننګرهار ولايت څخه د حج فريضې د ادا کولو په موخه ورغلي فضل ربي پژواک اژانس ته وويل، چې افغان حاجيانو ته هېڅ ډول اسانتياوې او سهولتونه، نه دي ورکړل شوي.

هغه پژواک ته وويل، چې په خونو کې ايرکنډېشن نشته او په کومو کې چې شته، هغه ډېرى مهال خراب وي او کار نه ورکوي.

د پکتيا زاير وحيدالله له ښوونکو هم شکايت کوي او زياتوي، چې د حج له فرايضو او نورو مناسکو هېڅ خبر نه دي.

هغه زياته کړه: ((معلمان په الف او ب نه پوهېږي، دوى په واسطه راغلي دي، موږ چې ترې معلومات غواړو، هغوى مخ په بله واړوي.))

له کابل څخه ورغلي نسيم الله دانش وويل، چې په عمارو کې ډېرى مهال د څښلو لپاره اوبه هم نه وي، بسونه واړه دي او حاجيان په کې سم نه ځاييږي.

ده زياته کړه: ((زموږ په ګاونډ  کې پاکستانيان مېشت دي، هغوى له ټولو اسانتياوو برخمن دي، بسونه يې لوى دي، خونې يې پراخې او له ټولو اسانتياوو برخمن دي.))

خو د حج او اوقافو وزارت د افغان زايرينو يادې ادعاوې او نيوکې ردوي.

د دغه وزارت د خپرونو رييس قاضي حبيب الرحمن صالحي، پژوک خبري اژانس ته وويل، چې د سعودي عربستان د حج وزارت له لوري د کوټو په اړه يو سټنډرد ټاکل شوى، چې په هرو څلورو مترو کې يو چپرکټ بايد کېښودل شي، نو که کوټه لويه وي، زيات چپرکټونه په کې ايښودل شوي او که کوچنۍ وي، چپرکټونه په کې کم دي.

هغه زياته کړه، دا چې د سعودي اوبه زياتره خوږې نه دي، نو د اوسېدو ځايونو ته اوبه د ټانکرونو له لارې راوړل کېږي او ذخيرې پرې ډکېږي، مخکې له دې چې په ذخيرو کې اوبه خلاصې شي، د ټانکرونو له لوري ډکېږي او که بيا هم ستونزه وي، د بعثې مسوولين اړوندو مسوولينو ته احوال ورکوي.

صالحي وويل، څلور يا شپږو نفرو ته يو تشناب موجود دى.

هغه د لېفټ د ستونزې په اړه وويل، چې هر لېفټ يوه اندازه لري، چې بايد کسان په کې پورته شي. هلته هر لېفټ د اتو کسانو ګنجايش لري، خو په هغه کې ١٢ نفره ځانونه ځايوي، همدا ده چې هغه د لېفټ د خرابۍ لامل کېږي.

ده زياته کړه: ((زموږ د پلاوي د معلوماتو له مخې، سږکال يې د حاجيانو لپاره لس چنده زيات موټر نيولي، له شرکتونو سره  يې قرار داد کړى او ٢٤ ساعته د حاجيانو په خدمت کې دي.))

دى وايي، که بيا هم کومه تخنيکي ستونزه يا عارضي وقفه رامنځ ته کېږي، نو دا به د زياتې اندېښنې وړ نه وي.