کابل(پژواک،١٩تله٩٢): په کابل کې، د افغانستان د بشري حقونو د دويم نړيوال فلمي فيستيوال، تر ټولو غوره فلمونو ته جايزې ورکړل شوې .
په دغه فيستيوال کې چې د تلې په ١٢مه پيل شوى و، له بيلا بيلو هېوادنو څخه ٦٥ فلمونه په کابل او باميانو کې د پنځو ورځو لپاره نندارې ته وړاندي شول.
د فيستيوال د تنظيم کوونکو د معلوماتو له مخې، له دې فلمونو څخه ٢١ يې د نورو بېلابېلو هېوادونو او پاتې نور يې افغاني فلمونه وو.
د دې فيستيوال فلمونه په درېيو برخو ( افغانستان ، نړيواله او زده کړيالانو ) په برخو کې وو.
د دې فيستيوال د همغږي کوونکي مرستيال سيد علي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دې فيستيوال د مستندو فلمونو په برخه کې د افغان فلم جوړونکي بصير سيرت فلم ” کوچنی افغانستان ” او د بل افغان محمد جمیل ژاله لخوا جوړ شوى فلم ” وروستى ولسمشر” د جايزې ګټونکي اعلان شول .
سيد علي وايي، د زده کړيالانو په برخه کې د افغان فلم جوړونکو ويس سنجر او خادم حسين بهنام لخوا جوړ شوى “سعادت مزار ته ځي” تر نوم لاندي فلم لومړى مقام او د لنډو فلمونو په برخه کې د بل افغان محمد عارف محبى فلم (خُر و پُف) دويم مقام او دغه راز د ( زوى ليک مې) تر نوم لاندي جوړ شوى افغاني فلم درېيم مقام ترلاسه کړ.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په نړيواله برخه کې د ارمنستان له سينما څخه د ” ان د ټولو لپاره ” داستاني فلم ، له کاناډا څخه د “نوماند” په نوم لنډ داستاني فلم او “د هاليوود په هيله” نومي امريکايي فلمونو نړيوالې جايزې وګټلې.
په افغانستان کې د بشرى حقونو د فلم فیستیوال د ٣٣ نړيوالو فيستيوالونه برخه ده ، چې د نړۍ په بيلا بيلو برخو کې د بشري حقونو په اړه ترسره کيږي.
د دې فيستيوال لومړى پړاو دوه کاله مخکې په کابل او بلخ کې ترسره شوى و.









