کابل (پژواک ٢٧ تله ٩٢): د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي، ټاکل شوې چې نن د افغان حاجيانو لومړۍ ډله له سعودي عربستان څخه کابل ته راستنه شي.
د ياد وزارت د خپرونو رييس حبيب الرحمن صالحي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د افغان حاجيانو د راستنېدو لړۍ نن رسما پيلېږي او په لومړۍ الوتنه کې به ٢٢٠ حاجيان کابل ته را ورسېږي.
نوموړي په دې اړه زيات معلومات ورنه کړل، خو هيله يې څرګنده کړه، چې د حاجيانو په راستنېدو کې به کومه ستونزه رامخکې نه شي.
صالحي زياته کړه، چې له سعودي عربستان څخه هېواد ته د حاجيانو د راستنولو لپاره اړين چمتووالى نيول شوى دى.
سږکال په ټوليز ډول له افغانستان څخه ٢٤ زره حاجيان سعودي عربستان ته دحج ادا کولو په موخه تللي دي، چې الوتنې يې له کابل، کندهار، هرات او مزارشريف هوايي ډګرونو څخه د اريانا دولتي او کام اير او صافي خصوصي شرکتونو په مرسته ترسره شوې.
دا په داسې حال کې ده، چې سږ کال د حاجيانو په شمېر کې شپږ زره تنه کمښت راغلى او په لومړي قدم کې هغه حاجيان واستول شول، چې تېر کال له حج نه پاتې شوي وو.
تېر کال ٣٠ افغان حاجيان د بيت الله شريف په حج مشرف شوي وو.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سږکال د حاجيانو په شمېر کې دکمښت علت د طواف په سيمه کې د مسجدالحرام د ودانۍ بيا رغونه ګڼلې ده، چې يو ميليارد ريال ورته ځانګړي شوي دي.
د راپورونو له مخې، په روان کال کې ١٠ تنه افغان حاجيان په سعودي عربستان کې د زړښت له امله مړه شوي دي.










