کابل(پژواک،٢٩تله٩٢): د العربيه په نوم تلويزيون خبر ورکړى دى، چې د سعودي عربستان له خوا افغانستان ته ډالۍ شوې توره په پاريس کې پلورل کېږي.
د العربيه تلوېزون د معلوماتو له مخې، دغه توره په ١٩٣٢زېږديزکال کې په جده کې د سعودي او افغانستان ترمنځ د دوستۍ د معاهدې پرمهال د سعودي عربستان د موسس ملک عبدالعزيز آل سعود له خوا د محمدظاهرشاه د واکمنۍ پرمهال د دربار وزير اميراحمدشاه خان ته ډالۍ شوې وه.
د عربانو په کلتور کې د تورې ډالۍ کول د پياوړې او تلپاتې دوستۍ او خلوص نښه ګڼل کېږي.
سرچينه زياتوي، ياده توره د راتلونکې زېږديز مياشتې په ١٧مه د فرانسي په پلازمېنې پاريس کې په ازاد بازار کې خرڅلاو ته وړاندې کېږي او هر هغه څوک چې زياتې پيسې ورکړي، پر هغه به وپلورل شي.
دا لا نه ده جوته، چې ياده توره فرانسې ته چا وړې او اوس د چا له خوا پلورل کېږي، خو بايد وويل شي چې په افغانستان کې د جګړو له امله زياتره تاريخي اثار نورو هېوادونو ته په قاچاقي توګه غلا شوي دي.
سرچينه وايي، چې دغه توره په ١٩مه پېړۍ کې د سوريې په دمشق ښار کې په يوه ځانګړې مهارت سره جوړه شوې ده . سره زره هم په کې کارول شوي، په موټي کې يې د الله نوم ليکل شوى او شاوخوا ٨٠٠زره ايرو ارزښت لري.
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزير سيد مخدوم رهين پژواک ته وويل، چې په دې اړه کره معلومات نه لري، خو دغه موضوع به په فرانسه کې د افغانستان له سفارت سره شريکه کړي.
هغه زياته کړه، کله چې په دغې برخه کې معلومات او شواهد کره شي، بيا به يې په اړه وزارت لازم اقدام وکړي.









