منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۰۶ غ.م
۲°صاف · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی

چاپان په هېواد کې د سواد زده کړې له پروګرام سره ٢٠ ميليون ډالره مرسته وکړه

· ۳ دقیقې لوستل · ۷۳ کتنې

کابل (پژواک ٣٠ تله ٩٢): د افغانستان د پوهنې وزارت د هېواد په ١٨ ولايتونو کې د جاپان د شل ميليون ډالرو په مرسته د سواد زده کړو د پراختيا پروګرام، درېيم پړاو پيلوي.

د دغې مرستې تړون نن د افغانستان د پوهنې وزير فاروق وردګ، په کابل کې د جاپان سفير هيروشي تکهاشي (Takahashi Hiroshi ) او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د فرهنګي سازمان مشر پاولو فونټاني (Paolo Fontani) تر منځ لاسليک شو.

د پوهنې وزير وويل، چې له دې مرستې په ګټې به په راتلونکو درېيو کلونو کې په بادغيس، فارياب، غزني، خوست، کونړ، نيمروز، بدخشان، بلخ، باميان، دايکنډي، ميدان وردګ، نورستان، غور، پکتيکا، کندهار، سمنګان، زابل و اروزګان ولايتونو کې ٤ زره کسان د زده کړې له نعمت څخه برخمن شي.

نوموړي زياته کړه، چې په دې پروګرام کې د سواد زده کړو تر څنګ ٧٤ حرفې هم د بازار اړتياوو او د کورسونو د ګډونوالو د لېوالتيا له مخې هغوى ته ور زده کېږي.

هغه څرګنده کړه، چې يونسکو د دغه پروګرام د پلي کولو لپاره تخنيکي مرستې برابروي.

وردګ وويل، چې د سواد زده کړو د پراختيا پروګرام لومړى او دويم پړاو له ١٣٨٧ کال راهيسې د جاپان هېواد ٣٢ ميليون ډالرو مرستو څخه، له ميدان وردګو، پکتيکا او سمنګان ولايتونو پرته، شپږ زره کسان د زده کړې له نعمت څخه برخمن شوي دي.

نوموړي څرګنده کړه، چې د نورو مرسته کوونکو هېوادونو په مرسته د هېواد په يو شمېر نورو ولايتونو کې ورته پروګرام په لاره اچول شوى دى.

د فاروق وردګ د معلوماتو له مخې، د تېرو يوولسو کلونو په ترڅ کې د هېواد په کچه  له څلورو ميليون څخه زيات کسان د زده کړې له نعمت څخه برخمن شوي، خو اوسمهال د هېواد په کچه اته ميليون نور وګړي هم د زده کړې له نعمت څخه بې برخې دي.

د هغه په وينا، د پلان له مخې ټاکل شوې، چې په راتلونکو اوه کلونو کې د ټول هېواد په کچه د سواد لرونکو شمېر ٦٠ سلنې ته ورسوي.

د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، اوسمهال د افغانستان ٣٦ سلنه  وګړي باسواده دي.

د پوهنې وزير د سواد زده کړې پروګرامونه مهم وبلل او زياته يې کړه، چې ښوونه د افغانستان د ثبات او ارامۍ يواځينۍ لاره ده، چې هميشنۍ سوله رامنځ ته کوي.

په کابل کې د جاپان سفير هيروشي تکهاشي هم د سواد زده کړې د پراختيا پروګرام مهم وباله او د افغانستان له خلکو يې وغوښتل، چې د زده کړې په تر لاسه کولو کې هڅه وکړي.

هغه هيله څرګنده کړه، چې د هيواد له شل ميليون ډالري مرستې څخه يې ښه او اغېزناکه ګټه پورته شي.

همدارنګه د يونسکو مشر وويل، چې د سواد زده کړې د پراختيا پروګرام ډېر مهم پروګرام دى، چې د افغانستان حکومت د پروګرامونو په لومړيتوبونو کې بايد ځاى ولري.