کابل (پژواک ٦ لړم ٩١): د هېواد له بېلابېلو ولايتونو د شاوخوا ١٠٠ تخنيکي او مسلکي لېسو د توليدي توکو درى ورځنى نندارتون، چې دوه موټر هم په کې شامل دي، نن په کابل کې پرانيستل شو.
د دغه نندارتون د پرانيستنې پر مهال د پوهنې وزارت تخنيکي او مسلکي مرستيال محمداصف ننګ وويل، چې د تخنيکي او مسلکي لېسو د توليدي توکو لومړى نندارتون تېر کال په کابل کې پرانيستل شوى و.
د هغه په وينا، دغه نندارتونونه د تخنيکي او مسلکي لېسو د فعاليتونو معرفي، د دغو لېسو د استادانو او زده کوونکو له توليداتو ستاينه، د يادو لېسو زده کوونکو ته کارموندنه او د خصوصي سکتور او تخنيکي او مسلکي لېسو تر منځ د اړيکو ټينګول، د دغو نندارتونو د جوړېدو مهمې موخې دي.
د ننګ د معلوماتو له مخې، په ټول هېواد کې ١٠٣ تخنيکي او مسلکي لېسې شتون لري، چې د شاوخوا سلو لېسو د استادانو او زده کوونکو توليدات په ننني نندارتون کې د درېيو ورځو لپاره نندارې ته وړاندې کېږي.
دى وايي، چې په يادو لېسو کې ٢٣زره زده کوونکي په ٧٢ څانګو کې بېلابېلې مسلکي زده کړې کوي.
په ياده غونډه کې د افغانستان د سوداګرۍ خونې عامل مشر محمدقربان حقجو مسلکي زده کړو ته پاملرنه اړينه وبلله او ويې ويل، چې په هېواد کې زياتره هغه خلک اوزګاردي، چې زده کړې او يا هم مسلک نه لري.
د ده په اند، د هېواد د کاري ځواک يواځې ٦٠ سلنه اوزګار دي او په هېواد کې د نا امنۍ تر ټولو ستر عامل هم اوزګارتيا ده.
دى وايي، چې د بېکارو کسانو د کچې کمولو يواځېنۍ لار دا ده، چې حکومت په بېلابېلو برخو کې زده کوونکو ته مسلکي زده کړې ورکړي تر څو هېوادوال د دولت تر څنګ په خصوصي سکتور کې هم جذب شي.
هغه زياته کړه: ((د نورو برخو تر څنګ د کانونو او کرنې په برخه کې مسلکي کسانو ته اړتيا ده، ځکه چې موږ په دې برخو کې ډېر لږ مسلکي کسان لرو.))
حقجو له دولت څخه غوښتنه وکړه، چې د افغانستان توليدي توکو ته په هېواد کې دننه او بهر بازار موندنه وکړي.
په ياد نندارتون کې چې د کابل په تخنيکي لېسه کې جوړ شوى، د بېلابېلو تخنيکي او کرنيزو توکو تر څنګ لاسي صنايع هم نندارې ته وړاندې شوي دي.
د بغلان ولايت مرکز پلخمري د ميخانيکي لېسې امر اسدالله اميري په دغه نندارتون کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دې لېسې استادانو او زده کوونکو په درېيو مياشتو کې يو امبولانس موټر جوړ کړى دى.
هغه وويل، چې د ياد امبولانس ځيني پرزې لکه ماشين چې د جاپاني ټونس موټر دى، بېطرۍ او ټايرونه په بهر کې جوړ شوي، خو نور ټول جوړښت يې د لېسې د استادانو او زده کوونکو له خوا شوى دى.
هغه زياته کړه: ((دا ګړندى موټر ډېزل خوري او له بغلانه تر دې ځايه راغلى دى.))
په دغه نندارتون کې يو تعليمي موټر چې يواځې د چلوونکي لپاره څوکۍ لري هم نندارې ته وړاندې شوى دى.
د يادې لېسې زده کوونکي او د دغه موټر د ساتلو مسوول حسيب احمد وويل، چې دغه موټر د دې لېسې زده کوونکو جوړ کړى دى.
د هغه په وينا، د دغه موټر ماشين د سراچې موټر دى او نور ټول ساختمان يې زده کوونکو جوړ کړى دى.
په دغه نندارتون کې د اوبو خېژولو جوړه شوې دستګاه، د کابل ښار د ميرويس ميدان په څېر له لرګي او ګچ څخه جوړ شوى پل، له ګچ څخه پر تخته جوړه شوې د کابل نقشه، له لرګي او ګچ څخه د کابل په ده افغانانو کې د عبدالرحمن جومات او ځينو تاريخي ځايونو جوړې شوې منظرې او نور توکي هم نندارې ته وړاندې شوي دي.









